۸صبح، کابل: نیمروز کې سیمهییزې سرچینې د طالبانو له خوا د نجونو او هلکانو ماشومانو د ټولګیو د جلا کولو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې چهارشنبه د لیندۍ پر درویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ د لومړنیو ښوونځیو ټولګي د پردې په لګولو سره په دوو جلا برخو وېشلي دي.
نیمروز کې ماشومان د مناسب روزنیز ځای د نشتوالي له امله یو ځای درس وایي.
د سرچینو په وینا طالبانو وروسته له هغې، چې ونهتوانېدل د هغوی لپاره جلا ټولګي جوړ کړي په ټولګیو کې یې پردې ولګولې.
طالبانو له دې مخکې د پوهنتونونو په ټولګیو کې هم د هلکانو او نجونو ترمنځ پردې لګولې وې.