د طالبانو لخوا په یو شمېر ولسوالیو کې سلمانيانو ته په ږيرو کمولو د بنديز دا پرېکړه داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو مشر ملا هبتالله وړمه ورځ له والیانو سره په ناسته کې په دې ټینګار کړی، چې له خلکو سره دې ښه چلن وکړي، د هغوی پر شخصي حريم دې تېری نه کوي او له ولس سره دې له نرمښت کار واخلي.
ځينې طالبان بيا دې امر ته ژمن نه دي او په ټولنه کې یې له خلکو سره چلن ښه نه دی. ان په ځينو ځايونو کې د خلکو شخصي حريم ته هم داخلېږي او موبايلونه يې کتل کېږي.
اوس تازه د ننګرهار په ګڼو ولسوالیو کې د طالبانو لخوا سلمانیو ته لیکونه ورکړل شوي، چې له دې وروسته به د ځوانانو ږیرې نه خرېیی او کرښې به نه پکې اچوي.
په دې بنديز سره ډېری سلمانيان ناهيلی شوي او وايي چې له دې سره به يې کارونه خراب شي. ننګرهار کې ځينې نايان وايي، چې په تېر نظام کې يې کارونه ښه و؛ خو د طالبانو په راتګ سره يې کارونه کمرنګه شوي دي.
دوی وایي، که دا کار دوام وکړي اړ دي، چې په غیرقانوني لارو نور هېوادونو ته د کار لپاره لاړ شي. نايانو له طالبان غوښتنه وکړه، چې خلکو ته کارونه پیدا کړي، نه دا چې شته کارونه ترې واخيستل شي.
د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې نايي نقیب خان ۸صبح ورځپانې ته وويل، دوې درې اوونۍ کېږي، چې د امر بالمعروف کسان سلمانۍ ته ورځي او ترې غوښتنه کوي، چې د خلکو ږيرې ونه خرېيي.
نقیب زیاتوي: «د طالبانو لخوا ټولو سلمانیو ته ويل شوي، چې له دې وروسته نه شي کولای، چې د ځوانانو ږيرې وخرېيي، زموږ همدا کار دی. که طالبان دې کار ته دوام ورکړي، موږ مجبور یو چې د خپلو سلمانیو دروازې وتړو.»
هغه زیاتوي، چې په مرکز کابل او ولایتونو کې په سلمانیو کې ږېرې خرېیل کېږي او په خبره يې، د طالبانو مشرتابه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو دلته په بټي کوټ کې ځایي طالبان پر موږ جبر کوي.
يو شمېر ځوانان بيا وايي، طالبان دا حق نه لري، چې په خلکو په زور ږيرې پرېږدي. هغوی باوري دي، چې د ږيرو خرېيل ګناه ده؛ خو وايي طالبان دې په دې برخه کې له نرمښت کار واخلي او خلکو ته دې يوازې توصيه وکړي.
د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي فريدون ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د طالبانو سرپرست حکومت دې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي او د نجونو ښوونځي دې پرانیزي، ځکه په خبره يې اوس لومړيتوبه همدا دي.
دی زیاتوي: «اوسمهال چې طالبانو کوم کار شروع کړی، ښه کار نه دی، چې په خلکو په زور ږيرې پرېږدي، دوی دې خلکو ته په نرمه ژبه د ږيرو پرېښودو توصیه وکړي او که نو نوره ګناه د خلکو پخپله ده.»
هغه وایي، په دې کې نايان پړه نه دي او هغوی ته چې مشتريان څه ووايي، کوي يې.
بلخوا، د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکی رحیم داد ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، په ږیرو کمولو کې سلمانان نه دي ملامت او طالبان دې د دوی کار نه خرابوي.
رحیم داد وایي: «که په سقاوو کې په ږيرو کمولو بندیز ولګوي، ځوانان یې په کورونو کې خرېیلی شي، د سلمانانو کارونه دې نه خرابوي.»
دی وایي، په دې بد اقتصادي وضعیت کې به د سلمانانو کارونه خراب شي او له اقتصادي ستونزو سره به مخ شي.
د طالبانو په راتګ سره په ځوانانو او ولسونو د ږيرو په کمولو بنديز، د خلکو شخصي حریم ته داخلېدل، مبایل پلټل او نورې ګڼې ستونزې دي چې ولسونه یې اندېښمن کړي دي.