۸صبح، پنجشېر: په پنجشېر کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د څارویو یو پلورونکی په ډزو سره وواژه.
دغه پېښه پنجشنبه د زمري پر ۱۳ د پنجشېر د خنج ولسوالۍ اړوند په زره سفیدچهر سیمه کې وشوه.
د سرچینو په وینا، دغه کس علي نومېده او د بغلان د پل حصار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.
سرچینې زیاتوي، چې دغه کس هغه مهال د طالبانو له لوري وژل شوی، چې غوښتل یې د پنجشېر د خاواک له لارې په تېرېدو خپل څاروي له اندراب څخه کابل ته ولېږدوي.
سرچینې وايي، چې د دغه کس جنازه نن د کندوز ولایت د خان اباد اړوند چهار سره سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.
طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې هم طالبانو په شمالي ولایتونو په تېره بیا پنجشېر او بغلان کې لسګونه ملکي کسان وژلي دي.