۸صبح، پروان: پروان کې یو سیمه ییز خبریال ادعا کوي، چې په دغه ولایت کې وسله والو غلو د هغه د کور توکي غلا کړي دي.
د پروان یو ځایي خبریال حبیب شېرزاد وایي، چې وسله وال غله پنجشنبه د زمري پر ۱۳ جبل السراج ولسوالۍ کې د طالبانو په نوم د هغه کور ته دننه شوي دي.
د شېرزاد په وینا، دغو کسانو د هغه د کورنۍ غړي تړلي او په یوه جلا خونه کې یې اچولي دي.
هغه زیاته کړې، چې غلو د ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت سره زر، کابو ۴۰ زره نقدې افغانۍ او شپږ ګرځنده موبایلونه له ځان سره وړي دي.
د شېرزاد په وینا، وسله وال غله پنځه تنه وو او د طالبانو په جامه او نوم د هغوی کور ته دننه شول.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د ویلو ده، چې تر دې مخکې هم په پروان کې ورته پېښې شوې دي.