۸صبح، بلخ: په بلخ کې ځایي سرچینې وایي، طالبانو د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یوه ځوانه نجلۍ د بدحجابۍ په تور نیولې ده.
سرچینې ۸ صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو دغه ځوانه نجلۍ د چهارشنبې په ورځ د وږي میاشتې په ۱۵مه هغه مهال ونیوله، چې د خیاطۍ له یوه ورکشاپ څخه کور ته ستنه شوې وه.
دغه نجلۍ د الهې لور ياده شوې او د مزارشريف ښار د شپږمې حوزې اړوند د خالد بن وليد ښارګوټي اوسېدونکې ده.
د طالبانو د بلخ سیمه ییزو مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دغې ځوانې نجلۍ له نیول کېدو نږدې درې ورځې تېرې شوې، خو خپلوان یې لا هم د طالبانو په زندان کې د هغې د لیدلو توان نه لري.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې پر ښځو او نجونو ډېر بندیزونه لګولي دي.
له کوره بهر د محرم پرته ګرځېدل د دې ډلې له خوا پر افغان مېرمنو له لګول شويو بندیزونو څخه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې طالبانو ښځو او نجونو ته خبرداری ورکړی و، چې که له دې کار ډډه وکړي، له دوی سره به جدي چلند وکړي.