۸صبح، بدخشان: سیمهییزې سرچینې بدخشان کې د ۳۶ تنو او ارزګان کې د ۲۳ تنو د صحرایي محاکمې خبر ورکوي.
بدخشان کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو پنجشنبه د لیندۍ پر لومړۍ نېټه د ۷ ښځو په ګډون ۳۶ د غلا او ټلیفوني خبرو په تور د بدخشان د مرکز فیض اباد ښار د مخابراتو په ورزشي لوبغالي کې په دُرو وهلي دي.
طالبانو د جوماتونو له لاسپیکرونو په ګټې اخیستو خلک دغو کسانو ته د سزا ورکولو د بهیر د نندارې لپاره راوبلل.
ارزګان کې د طالبانو استیناف محکمې هم په یوه خبرپاڼه کې د ۲ ښځو په ګډون پر ۲۳ تنو د احکامو د پلي کولو خبر ورکړی دی.
دغه کسان د غلا، لواط، له واده مخکې اړیکو او له کوره د تېښتې په جرم په عام محضر کې محاکمه شوي دي.
د ویلو ده، چې د طالبانو له خوا د خلکو په مخکې تورنو کسانو ته سزا ورکول له نړیوالو مخالفتونو او غندنو سره مخ شوي دي.