۸صبح، بدخشان: بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د ولسي پاڅونوالو یو نامتو قوماندان په ډزو وژلی دی.
د سرچینو په وینا دغه قوماندان فاضلخان نومېده او طالبانو هغه جمعه د لړم پر ۲۰ د خلکو پروړاندې خپل کور ته نږدې یوه جومات ته د جمعې لمانځه لپاره د تلو پرمهال وژلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې فاضل د بدخشان د جرم ولسوالۍ یو مشهور قوماندان و، او د مخکیني حکومت پرمهال یې د طالبانو پروړاندې په جګړه کې د پام وړ رول درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې دوې ورځې مخکې هم طالبانو یو مخکینی پوځي په دې ولایت کې په ډزو وژلی و.