۸صبح، کابل: سرچینې وایي، چې طالبانو د افغانستان د عدالت غوښتونکو مېرمنو د غورځنګ درې تنه غړې د قومي مشرانو په منځګړتوب، په ضمانت خوشې کړي دي.
با خبره سرچینو، د وري په ۷ مه ۸صبح ته وویل، چې طالبانو د رقیه ساعي، ملالۍ هاشمي او فاطمه محمدي په نومونو دغه ښځینه معترضانې په ضمانت له بنده خوشې کړي دي.
د سرچینې په وینا، دغه درې تنه اوس له رسنیو سره د خبرو اجازه نه لري.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو پرون له غرمې مخکې د افغانستان د عدالت غوښتونکو مېرمنو د غورځنګ درې غړې پرون د کابل ښار له دشت برچې سیمې څخه، د نجونو د ښوونځیو د تړلي پاتې کیدو په اړه له اعتراض وروسته ونیولې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي استازي ریچارډ بنټ له طالبانو د دغو مېرمنو د ژر پریښودو غوښتنه کړې وه.