۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر د افغانستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې او په کونړ او پکتیکا کې پر ملکي سیمو او تاسیساتو د هوايي بریدونو په غبرګون کې احضار کړی دی.
دغه وزارت دوشنبه د وږي پر ۳۰مه، په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان هوايې بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بللي او په کلکه یې غندلي دي.
طالبانو همداراز هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې په پاکستان کې وروستۍ امنیتي پېښې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دا ډول ادعاوو مطرح کول او پر بنسټ یې د پوځي اقداماتو توجیه کول، د واقعیتونو د تحریف او د عامه افکارو د ګمراه کولو هڅه ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي چې د نورو هېوادونو په ملامتولو او خپلې کورنۍ ستونزې له بهرنیو لاملونو سره د تړلو پر ځای، د خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو د اصلي لاملونو پر موندلو او حل تمرکز وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) هم تایید کړې چې پر کونړ د پاکستان په هوايي بریدونو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.





