۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري په غزه کې د اوربند پرېکړهلیک د تصویب هرکلی کړی دی.
دغه وزارت سېشنبه د وري پر ۷مه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې ژرترژره دې په غزه کې د اوربند تضمین وکړي.
طالبانو همداراز د ملګرو ملتونو امنیت شورا او اغېزناکو هېوادونو ته ویلي چې د پرېکړهلیکونو تر څنګ دې د «فلسطینیانو نسلوژنې» د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرون دوشنبه یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې په هغه کې د روژې میاشتې لپاره سمدستي اوربند، ژرترژه له قید او شرط پرته د بندیانو خلاصون او د «مرستو بهیر د پراخېدو د بیړنۍ اړتیا» غوښتنه شوې ده.
د دې پریکړهلیک پر تصویب بنیامین نتنیاهو غوسه شوی او واشنګټن ته یې د اسرائیلي پلاوي پلان شوی سفر لغوه کړی دی.
ټاکل شوې وه چې اسرائیلي پلاوي له امريکا سره پر رفح د دغه هېواد د پوځیانو له ځمکني بريد دمخه د ملکيانو ایستلو پلان شریک کړي.