د ننګرهار په شېخ مصري ښارګوټي کې یو شمېر صنعکاران شکایت کوي چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د صنعتکارانو ژوند خوندي نه دی او له کبله یې ګڼ صنعتکاران په کور دننه له پانګونې زړه توري شوي دي.
صنعتکاران وايي، په رڼا ورځ له صنعتي ښارګوټي له روان موټر یې سوداګریز توکي غلا کېږي او له مازیګر وروسته خو هېڅ صنعتي ښارګوټي ته تګ راتګ نه شي کولای چې د دوی کارونه یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.
دوی طالبان د صنعتکارانو د امنیت ټینګښت په برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي او زیاتوي چې د صنعتکارانو ستونزې یې د طالبانو له امنیتي او ولایتي مسوولانو سره شریکې کړي؛ خو هغوی یوازې په یخ لیکلې ژمنې ورکوي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي عتیق الله مومن زاده وايي، د هېواد د نورو برخو په څېر ننګرهار کې هم صنعتکاران او سوداګر نه په پخواني جمهوري نظام کې خوندي وو او نه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په خوندي ډول خپل کاروبار او ورځنی ژوند پر مخ بېولی شي.
نوموړي وايي چې د ننګرهار په صنعتي ښارګوټي کې د صنعتکارانو ژوند خوندي نه دی او نه شي کولای څو له مازدیګر وروسته دغه ښارګوټي ته د خپلو چارو د پرمخ بېولو لپاره تګ راتګ وکړي.
هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «شېخ مصري صنعتي پارک کې زمونږ د صنعتکارانو او سوداګرو مالونه خوندي نه دي، لارو کې یې غله چور کوي، ډزې هم پر کېږي، مازیګر نه وروسته خو هېڅ سوداګر او صنعتکار هلته نه شي تللی، چې خپل کارونه وګوري؛ ځکه که چېرته کوم صنعتکار هلته ورځي لاره کې پرې ډزې کېږي، خصوصي سکټور نه په جمهوریت کې ساه اخېستې وه او نه هم په اوسني رژیم کې.»
صنعتکاران دغه راز شکایت کوي چې په ځلونو یې ننګرهار کې د طالبانو له امنيتي او ولایتي مسوولانو سره خپلې امنیتې اندېښنې شریکې کړي؛ خو زیاتوي چې هغوی ورته د عمل پرځای یوازې تکراري ژمنې ورکوي.
د ننګرهار په شېخ مصري ښارګوټي کې صنعتکار مستعار نوم (حاجي زړور) ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې خبرداری ورکړی، که طالبان د صنعتکارانو او سوداګرو ژوند خوندیتوب ته کار ونه کړي؛ ګڼ کاروباریان به له هېواده بهر په نورو هېوادونو کې پانګونه وکړي.
دغه صنعتکار وویل: «مونږ په تېرو شپږو میاشتو کې دوه ځلې والي او دوه ځله د امنیې قوماندانۍ امنیت امر سره ناست شوي یو او خپل امنیتي مشکلات مو ورسره شریک کړي، چې زمونږ سر او مال خطر سره مخ دی، باید مخنیوی یې وشي؛ خو مونږ سره یوازې د پخواني حکومت په شان غوړې وعدې کېږي او عمل کې هېڅ هم نشته، که زمونږ مشکلات درک نه شي اول زه بیا نور صنعتکاران مجبور یو وطن پرېږدو او بهرنیو هېوادونو کې خپله سرمایه بنده کړو؛ ځکه حداقل سر او مال خو به مو خوندي وي هلته.»
ننګرهار کې صنعتکاران له طالبانو غوښتنه کوي چې نور دې له خصوصي سکټور سره د مکررو ژمنو، فرېب او تېراېستنې لاس واخلي او له صنعتکارانو سره دې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
۸صبح ورځپاڼې هڅه وکړه چې په ننګرهار کې د صنعتکارانو د ستونزو او شکایتونو په تړاو د طالبانو د امنیتي او ولایتي چارواکو نظر هم له ځانه سره ولري؛ خو له دوامدارو هلو ځلو وروسته بیا هم ونه توانېدو چې په دې برخه کې د هغوی نظر واخلو.
د ننګرهار په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۳۵۰ بېلابېلې لویې او کوچنۍ کارخونې فعالیت کوي چې د تېر جمهوري نظام پرمهال په کې څه باندې ۱۰ زره کسان په کار بوخت وو؛ خو دغلته د صنعتکارانو د معلوماتو له مخې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه صنعتي ښارګوټي کې اوسمهال د بوختو کارګرو شمېر له پینځو زرو هم کم شوی، چې له کبله یې زرګونه کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شوې دي.