له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو نه مطابقت؛ تېرو دوو اونیو کې ۷۵ تنه صحرایي محاکمه شوي دي

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د خپلې واکمنۍ د تېرې دورې په څېر صحرایي محاکمې فعالې کړې دي. د دې ډلې جګپوړي چارواکي په خپله د تورنو کسانو د سزا ورکولو ځای ته ورځي او خلکو ته بلنه ورکوي، چې د تورنو کسانو په دُرو وهل او په ډزو وژل وګوري. د «حدودو او قصاص» په تړاو د طالبانو ډلې د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده حکم له دوو اونیو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې پلی کیږي. یوازې په تېرو دوو اونیو کې طالبانو ۷۵ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي او یو تن یې د وژل شوي کس د پلار په لاسونو د «قصاص» په نوم په ډزو سره وژلی دی.

که څه هم ملګروملتونو او د بشري حقونو په برخه کې یو شمېر فعالو نړیوالو بنسټونو د «حدود او قصاص» پلي کول له بشري حقونو نه سرغړونه او د عادلانه محاکمې د بهیر پر خلاف چاره بللې او د دې بهیر د درېدو غوښتنه یې کړې ده، خو طالبانو بیا، دغه غوښتنې بابېزه ګڼلې دي. بلخوا د سیاسي چارو شنونکي او د بشري حقونو په برخه کې فعال نړیوال بنسټونه د طالبانو له لوري د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته بې پامي له نړۍ سره د دې ډلې نه مطابقت بولي.

د شته شمېرو له مخې، طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې ۷۵ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. دغه صحرايي محاکمې په کابل، لوګر، فراه، غور، پکتیکا، ننګرهار او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې پلې شوې او لسګونه کسان یې لیدو ته وربلل شوي دي. دغې ډلې په دُرو د تورنو کسانو پر وهلو سربېره، د چهارشنبه د لیندۍ پر ۱۶ فراه ولایت کې یو تورن په عام محضر کې په ډزو سره  وواژه. دا سزا تر هغې وروسته، عملي شوې چې د دې ډلې غایب مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده تېره میاشت د طالبانو محکمو ته د «حدودو او قصاص»  د پلي کېدو امر وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټویټر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، چې په فراه ولایت کې د دغې ډلې د محکمې د پرېکړې پربنسټ پر یوه کس د «قصاص» حکم عملي شوی دی. په دغې اعلامیه کې راغلي دي: «د چهارشنبې پر ورځ د فراه ولایت په مرکز کې پر یوه قاتل د خدای حکم (قصاص) تطبیق شو.» په اعلامیه کې ویل شوي چې قصاص شوی کس تاجمیر نومېده او پرخپل جرم یې اعتراف کړی و. هغه زیاته کړې ده، چې دغه حکم  د طالبانو د چارواکو او خلکو په حضور کې د وژل شوي کس د پلار له لوري د کلاشینکوف ډوله وسلې په ډزو سره عملي شوی دی.

د طالبانو د ویاند د خپرې اعلامیې له مخې، د دغه تورن د محاکمې په غونډه کې د دغې ډلې یو شمېر جګپوړو چارواکو هم حضور درلود. د اعلامیې پربنسټ، د سترې محکمې رئیس عبدالحکیم حقاني، د  رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د پوهنې  وزارت سرپرست حیبب الله آغا او د طالبانو د ویاندویانو په ګډون د دې ډلې یو شمېر نورو جګپوړو غړو ګډون درلود.

هېواد کې د طالبانو د صحرایي محاکمې بهیر

طالبانو د خپل غایب مشر ملا هبت الله اخوندزاده له رسمي حکم وروسته، په هیواد کې د صحرایي محاکمې بهیر ګړندی کړی دی. دغې ډلې په تېر کې د پراخو محدودیتونو پرلګولو او په بيلابيلو جرمونو د تورنو کسانو پر صحرایي محاکمې سربېره، له دغه بهیره د هېواد د وږو او بې وزلو خلکو لپاره ګرم بازار هم جوړ کړی دی.
دغې ډلې د پروان ولایت د مرکز چاریکار ښار په لوبغالي کې ۱۸ نارینه او ښځینه صحرایي محاکمه کړي دي. دا محاکمه د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۱۷ پلې شوه.  دغه کسان د بیلابیلو جرمونو لکه د غلا، له واده د مخکې اړیکې او له کوره د تېښتې په تور له ۲۹ تر ۳۵ دُرو وهل شوي دي. د دغه حکم د عملي کېدو پر مهال د طالبانو پرځایي چارواکو سربېره، د دغه ولایت سلګونه اوسېدونکو هم حضور درلود.

له دې سره هممهاله، طالبانو د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ پر۱۷مه، په پکتیا ولایت کې درې تنه په دُرو وهلي دي. طالبانو هر یو دغه کس۳۹ دورې وواهه او ټینګار یې وکړ، چې په راتلونکو ورځو کې به نورې محاکمې هم ترسره شي. بلخوا، طالبانو د سه شنبې په ورځ د لیندۍ پر۱۵مه، د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې یوه ښځه او دوه نارینه له واده نه د مخکې اړیکو په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل.
طالبانو د تېرې  اوونۍ په لړ کې په غور ولایت کې یوه ښځه او شپږ نارینه په عام محضر کې په دُرو ووهل. دغه کسان د یکشنبې په ورځ دلیندۍ  پر۱۳مه، د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې له واده د بهر اړیکو، اخلاقي فساد او د شرابو د څښلو په جرم مجازات شول.

د طالبانو سترې محکمې د لیندۍ پر ۱۰ اعلان وکړ، چې په کابل کې یې ۲۱ نارینه او ښځو ته سزا ورکړې ده. د طالبانو د محکمې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کسان د «فسق ا‌و فجور»، نامشروع اړیکو، درغلۍ، غلا، د شرابو د پلورلو او لواطت په تور نیول شوي او په سزا محکوم شوي دي. د دې خبرپاڼي د معلوماتو له مخي، د محاکمه شویو کسانو په ډله کې ١٥ نارينه او ٦ ښځې شاملې وې.

د لیندۍ په لومړۍ اونۍ کې د طالبانو صحرایي محاکمې

د دغو مجازاتو په لړ کې په پکتیکا ولایت کې درې تنه د طالبانو له خوا په دُرو ووهل شول. دغه کسان د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۷ مه، د دغه ولایت د مرکز ښرنې ښار د فوټبال په لوبغالي کې د غلا په تور له ۳۵ تر ۳۹ دُرو  ووهل شول.

طالبانو د خپل مشر د حکم پر بنسټ د هېوادوالو محاکمې ګړندۍ کړې دي. دغې ډلې د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۳ مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو له نړیوالې ورځې مخکې د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو سړی ۳۰ درې وواهه. له دې پېښې یوه ورځ مخکې هم یو ځوان د دغې ډلې له خوا په عام محضر کې وهل شوی و.

د ملا هبت الله له حکم وروسته، د طالبانو له لوري د تورنو هېوادوالو د محاکمې بهیر دوام لري. دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې یوه ځوانه نجلۍ او یو هلک د ټيلفوني خبرو په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل. طالبانو وویل چې په ټیلفون خبرې د فحشا د خپرېدو لامل کیږي.

د صحرایي محاکمو په لړ کې، طالبانو په لوګر ولایت کې د درېیو ښځو په ګډون ۱۲ تنه له واده د بهر جنسي اړیکو په تور په دُرو ووهل. د سرچینو په وینا، طالبانو چهارشنبه د لیندۍ پر ۲ دغه کسان د لوګر په لوبغالي کې محاکمه کړل.طالبانو دغه کسان د زنا، لواطت او غلا په تور له ۲۱ تر ۳۹ دُرو ووهل.

طالبانو د سه شنبې په ورځ، د لیندۍ په لومړۍ نېټه، د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د وحدت ښار په جامع جومات کې هم، یوه نجلۍ او یو هلک د ټيلفوني خبرو په تور په عام محضر کې محاکمه کړل.  د دې ډلې ملایانو دغه نجلۍ او هلک هر یو ۳۹ درې ووهل. د تر دې وړاندې هم په لیندۍ میاشت کې په بیلابیلو ولایتونو کې ۵۰ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور په عام محضر کې صحرایي محاکمه شول.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، په یو لړ ټوېټونو کې د دې ډلې د مشر له خولې د « حدودو او قصاص» د حکم د پلي کېدو خبر ورکړ. هغه د یکشنبې په ماښام د لړم پر۲مه، په یو لړ ټوېټونو کې د اخوندزاده له خولې ولیکل:«  په هغو دوسیو کې چې د حد او قصاص ټول شرایط  پکې بشپړ شوي وي، قاضیان مکلف دي،چې حدود او قصاص عملي کړي»

مجاهد په دغه ټوېټ کې د دې ډلې د مشر له خولې ولیکل:« دا د شریعت حکم او زما امر دی چې واجب دی.» هغه د اخوندزداه له نقله ولیکل: د غلو، تښتوونکوو او فتنه ګرو دوسیې دې په دقیقه توګه وڅېړل شي.»  خو د طالبانو ویاند څرګنده نه کړه، چې دغه حکم د دې ډلې له قاضیانو سره د طالبانو د مشر په کومه غونډه کې او پر کومه نېټه صادر شوی دی.

د طالبانو صحرايي محاکمې او ۹۰ زېږدیزې لسیزې ته ستنېدل

ډيری هېوادوال او د افغانستان لپاره د اروپایي هېوادونو یو شمېر سفیران او استازي د طالبانو صحرایي محاکمه تېر ته ستنېدل او « د افغانستان د طالباني کېدو بشپړېدل» ګڼي. بلخوا، یو شمېر هېوادوال په دې باور دي چې د طالبانو په چلند کې کوم بدلون نه دی راغلی او دغې ډلې د خپلې واکمنۍ د لومړۍ دورې ټولې هغه کړنې چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو پورې د «حدودو او قصاص» په نامه ترسره کولې اوس هم ټکی په ټکی او په ډیر جرئت سره عملي کوي. یو شمېر دغه هېوادوال چې نه غواړي د طالبانو د وېرې له امله یې نومونه په دغه رپوټ کې واخیستل شي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کوي، چې د طالبانو دغه سزاګانې د عادلانه محاکمې پر خلاف او له بشري حقونو نه جدي سرغړونه ده.

د صحرایي محاکمو غیر انساني بللو ته  د طالبانو  غبرګون

طالبانو د تورنو کسانو د محاکمې په تړاو د لوېدیځو هېوادونو او د بشري حقونو د سازمانونو غبرګون اسلام ته سپکاوی بللی دی. دغې ډلې ویلي، چې په عام محضر کې په دُرو وهل د دین پلي کېدل دي او غیر انساني بلل یې اسلام ته سپکاوی او نه درناوی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د جمعې په ورځ  د لیندۍ پر ۴مه، په يو لړ ټويټونو کې د ملګرو ملتونو د ویاند او يو شمېر لوېديځو هېوادونو څرګندونې وغندلې اوهغه يې د اسلام دين ته سپکاوی وباله. بلخوا، د طالبانو د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني د بشري حقونو ملاتړ کوونکو ته په فراه کې په ډزو سره د یوه سړي د وژلو مبارکي وویله. سمنګاني په یوه ټویټ کې لیکلي:« قصاص لوی اسلامي اصل دی، نو ځکه یې له ترسره کېدو د بشري حقونو د سیکولارو مدعیانو درد د درک وړ دی، ورته تسلیت وایم.»

د طالبانو د صحرایي محاکمې  په تړاو نړیوال غبرګونونه

د طالبانو د صحرایي  محکمو په لړ کې ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او د افغانستان لپاره د اروپايي هېوادونو یو شمېر استازو او سفیرانو دا له بشري حقونو نه جدي سرغړونه بللې او له طالبانو یې غوښتي چې بشري حقونه خوندي او د افغانستان د نړیوالو ژمنو درناوی وکړي.

بلخوا، د ملګروملتونو د سرمنشي د دفتر ویاند ویلي، چې دغه سازمان په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړي اعدام ته سخت اندېښمن دی. هغه چهارشنبه د لیندۍ پر ۱۶ یوه خبري غونډه کې وویل: «نن موږ په افغانستان کې په عام محضر کې د اعدام په تړاو خپله ژوره اندېښنه څرګندوو. زموږ دریځ دا دی، چې ملګري ملتونه د اعدام د مجازاتو مخالف دي او موږ د مجازاتو د بېرته ځنډېدو غوښتنه کوو.»

د بښنې نړیوال سازمان هم په فراه ولایت کې د یوه کس قصاص غندلی او هغه یې «انساني کرامت ته سخت سپکاوی» بللی دی. دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ د لیندۍ پر۱۶مه، د طالبانو له لوري د یوه تورن د اعدام په غبرګون کې ویلي، چې دا عمل انساني کرامت ته سخت سپکاوی دی. په سویلي اسیا کې د بښنې د نړیوال سازمان د سیمه ییزې ادارې مرستیالې، ډینوشیکا ډیسنایکه، د طالبانو دغه کړنه د غندنې وړ بللې او ویلي یې دي، چې دا د بشري حقونو په برخه کې د لوی شاتګ ښودنه کوي .هغې زیاته کړې: «په افغانستان کې د عمومي اعدامونو د خواشینۍ وړ بېرته راستنیدل د طالبانو له لوري  د بشري حقونو د اندېښمنوونکو سرغړونو وروستۍ پړاو دی».

په فراه کې د یوه تورن قصاص ته د کورنیو او بهرنیو غبرګونونو په لړ کې ، د فرانسې سفیر ویلي، چې په دې پېښه سره د افغانستان طالباني کېدل بشپړ شوي دي. د  افغانستان لپاره د فرانسې سفیر ډیویډ مارټینون د چهارشنبې په شپه د لیندۍ پر ۱۶مه، په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د افغانستان د طالباني کېدو په تړاو پرلپسې خبرداري ورکړي وو. هغه ټینګار ټينګار کړی، چې په فراه کې د طالب مشرانو په حضور کې د قصاص د حکم په پلي کېدو سره، د افغانستان د طالباني کېدو بهیر بشپړ شوی دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټویټ کې د طالبانو له لوري د تورنو کسانو په دُرو وهل خپلې لومړنۍ  دورې ته د دې ډلې ستنېدل بللي دي. هغې ویلي، چې د طالبانو له لوري په دُرو د خلکو وهل « وحشتناک او د نړۍ پر وړاندې د خطرناکې سرغړونې نښه ده». اميري زياته کړې چې، دغه ډله د دې تګلارې په پلي کېدو سره، په خپلې لومړۍ دوره کې له ښه پای سره مخامخ نشوه او دا ځل هم پر خطرناکه لاره ولاړ ده»

د افغانستان لپاره  د جرمني سفارت د خلکو په حضور کې د دُرې وهل «له انساني کرامته سخته سرغړونه» بللې ده. دغه سفارت د دوشنبې په ورځ لیندۍ ۷مه، په یوه ټویټ کې ویلي: «طالبان هم مکلف دي چې نړیوال حقونه او د ملګرو ملتونو د شکنجې د مخنیوي کنوانسیون رعایت کړي.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسون د سې شنبې په ورځ د اګست پر ۶مه، پر خپل ټوېټر لیکلي، چې طالبانو د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې د بشري حقونو په برخه کې جدي شاتګ لرلی دی. هغه په وینا، بدني سزا د ظالمانه، غیر انساني یا له سپکاوي ډک چلند یا مجازاتو  یو ډول دی چې د شکنجې د مخنیوي او د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق پر بنسټ منعه اعلان  شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button