د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ۳۳ کسان له داعش ډلې سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
اناتولي خبري اژانس یکشنبه د مارچ پر ۱۰مه د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرليکایا په حواله راپور ورکړی چې دا کسان په ساکاریا کې د «بزدوغان – ۱۱» نومي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې: «د بزدوغان – ۱۱ عملیات چې هممهاله په سارکاریا کې شوي، ۳۳ مظنونان نیول شوي. مظنونانو له محلي ټاکنو وړاندې د تخریب لپاره پر چمتوالي بوخت و.»
تېره زېږدیزه میاشت کې هم ترکي پولیسو ۱۸ کسان له داعش سره د غړیتوب په تور نیولي و.
څو ورځې وړاندې د ترکیې استخباراتي سازمان مامورانو او پولیسو اووه کسان د اسراییل د استخباراتو او عملیاتو ځانګړي سازمان (موساد) ته د «اطلاعاتو د پلور» په تور نیولي و.