د “اکرم عثمان ادبي جایزې” په درېیم پړاو کې د ګډون لپاره د مینه والو له غوښتنې سره سم، د دې فستیوال ادارې د اثارو د لیږلو نیټه د ٢٠۲٣ کال د جنورۍ تر ۱۵ پورې غځوي (تمدیدوي). له ګرانو ګډونوالو هیله کېږي چې په فستیوال کې د ګډون شرایط په ځير سره په پام کې ونیسي او یو ځل بیا داسې یادونه کېږي:
۱. ستاسي ليکلي داستاني (کيسه ايز) آثار بايد د ٢٠۲٣ کال د جنوری تر ۱۵ نېټې د فسټيوال ادارې ته را ورسېږي.
۲. د سيالۍ لپاره دې لیکوال يوازې دوه داستانونه په فارسي (دري) او یا پښتو ژبو راولېږي. مهرباني وکړئ له دوو زیاتو کیسو د لېږلو ډډه وکړئ.
۳. ټول اثار بايد په word ليکل شوي وي، او دغه ([email protected]) بریښنا لیک له لارې د «د اکرم عثمان ادبي فسټيوال لپاره» تر سرلیک لاندې د ضمیمې :(attachment) په بڼه راولېږل شي:
۴. د اثر د خاوند د مشخصاتو فورمه ډکول اړين دي. (نوم، کورنی نوم، د زېږېدو نېټه، د زېږېدو ځای، د اوسېدو اوسنی ځای، د تحصيلاتو کچه، که چاپ شوي آثار ولرئ، د اثر نوم، د پستې نښاني، د ټليفون شمېره) دې په يوه ځانګړي پاڼه کې، له ټيپ شویو آثارو سره يو ځای را ولېږي .
د اکرم عثمان د ادبي فسټيوال مديريت
په سویډن کې فردا کلتوري کلب