• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ملګرو ملتونو سرمشریزه او د افغانستان خالي ځای

کیومرث صمدي کیومرث صمدي
۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790257814]
Michael M. Santiago/Getty Images

Michael M. Santiago/Getty Images

پنځه کاله کېږي چې د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډه کې د هېوادمشرانو ترمنځ د افغانستان د هېوادمشر په توګه د دغه هېواد هېڅ څېره نه لیدل کېږي؛ نه د نورو دولتي پلاوو ترڅنګ د افغانستان د جګپوړي پلاوي انځور لیدل کېږي او نه هم د هېواد د جګپوړي سیاسي مقام غږ اورېدل کېږي. د ملګرو ملتونو عمومي غونډه په یوه مانا د ملتونو د ارادې او حضور هېنداره ده؛ هغه ځای چې د هر هېواد وګړي نیویارک ته سترګې نیسي، څو وګوري چې مشران یې د خپل هېواد، خلکو او ملي ګټو په اړه څه وايي. خو د افغانستان لپاره بیا پنځه کاله کېږي چې دا صحنه تشه پاتې ده؛ دا تشه یوازې تشریفاتي نه ده، بلکې په نړیوال نظام کې د افغانستان د ځای او د دغه هېواد د اوسني رژیم د دریځ په اړه جدي پوښتنې هم راولاړوي.

څرګنده ده چې د دغه اوږدمهاله غیبت ریښه د طالبانو له رژیمه سرچینه اخلي. طالبانو په تېرو پنځو کالو کې په ګڼو مواردو کې د نړیوالې ټولنې غوښتنو او اندېښنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی. د ښځو او نجونو پر ژوند د پراخو محدودیتونو لګول، له واک او سیاسي مشارکت څخه د ټولنې د یوې سترې برخې لرې کول او د نړیوالې ټولنې له غوښتنو څخه واټن، د کابل او نړۍ ترمنځ درز لا ژور کړی دی. طالبان غواړي په نړیواله کچه د افغانستان د یوازیني مشروع حکومت په توګه ومنل شي، خو ورته مهال له هغو مهمو شرایطو او غوښتنو چې له نړۍ سره د عادي تعامل لپاره کېږي، انعطاف نه ښيي. دا تناقض له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د عادي کېدو په مخکې مهم خنډ دی.

دا وضعیت له ډیپلوماټیک پلوه هم د پوښتنې وړ دی. طالب چارواکو په وار وار د فعالې ډیپلوماسۍ او افغانستان ته د نړۍ د پاملرنې خبره کړې؛ خو هېر یې دي چې ډیپلوماسي یوازې سیمه‌ییزو سفرونو، دوه‌ اړخیزو لیدنو او په ځینو فرعي او نمایشي غونډو کې تر ګډون پورې نه محدودیږي. د ملګرو ملتونو په مهمې کلنۍ غونډه کې هلته چې هېواد مشران او جګپوړي چارواکي د نړۍ د مهمو مسایلو او خپلو هېوادونو د ملي ګټو په اړه خبرې کوي، د افغانستان ځای خالي دی. دا تشه لږ تر لږه د افغانستان د ډیپلوماټیک انځور او اغېز له پلوه له پامه نه شي غورځېدای. که د ډیپلوماسۍ موخه اغېزمن حضور، د هېواد غږ تر نړۍ رسول او په نړیوالو مجامعو کې له ملي ګټو دفاع وي، نو په داسې سرمشریزه کې د افغانستان نه ګډون د طالبانو د ډیپلوماټیکو لاسته راوړنو په اړه جدي پوښتنې راولاړوي. ویل کېدای شي چې د «فعالې ډیپلوماسۍ» عبارت تکرارول، په نړیواله کچه د کال په مهمې سیاسي نړیواله غونډه کې د یوه هېواد تش ځای نه شي ډکولی.

خبره هلته لا جدي کېږي چې وکتل شي نور د افغانستان په اړه غږېږي، خو دلته بیا د افغانستان د جګپوړي سیاسي مقام غږ نه اورېدل کېږي. کله چې افغانستان په داسې ډګر کې اغېزمن سیاسي حضور ونه لري، نور د دغه هېواد د کړکېچونو، راتلونکي او اړوندو مسایلو په اړه نظرونه وړاندې کوي او د نړیوال روایت په جوړولو کې یې لا ډېر رول پیدا کوي. البته دا په دې مانا نه ده چې د افغانستان اړوند پرېکړې به حتمي د افغانستان له حضور پرته وشي؛ خو په لوړه کچه د سیاسي استازولۍ تشه نورو ته فرصت برابروي چې د افغانستان په اړه خبرې او د دغه هېواد د راتلونکي اړوند پر بحثونو اغېز وکړي.

له دغه اړخه، د دغه وضعیت دوام بشپړ د طالبانو له انحصاري او تقابلي چلنده جلا نه شي ګڼل کېدای. هغه رژیم چې له نړیوالې ټولنې د مشروعیت او تعامل غوښتونکی وي، خو هممهاله د نړیوالې ټولنې د سیاسي او حقوقي غوښتنو یوې مهمې برخې ته انعطاف نه ښيي، په عملي ډول په نړیوال ډګر کې د افغانستان د عادي او اغېزمن حضور لار ستونزمنوي. د دغه غیبت بیه یوازې طالبان نه ورکوي؛ افغانستان او وګړي یې هم پرې کوي.

دا واقعیت هغه مهال طالبانو ته لا تریخېږي چې افغانستان له سوریې سره پرتله شي. د سوریې ولسمشر احمد الشرع د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ او د غونډې په څنډو کې یې هم پام وړ ناستې او لیدنې لرلې. رسنیو ورسره مرکې وکړې او د بېلابېلو هېوادونو پلاوو ورسره وکتل او خبرې یې وکړې؛ په داسې حال کې چې د الشرع مخینه له ځینو اړخونو له طالبانو توره بلل کېږي: په داعش او القاعده کې غړیتوب.

دا پرتلنه له دغه پلوه د پام وړ ده چې ښيي د یوه سیاسي لوبغاړي مخینه، که څومره هم توره او د بحث وړ وي، په دې مانا نه ده چې دا د ډیپلوماټیک تعامل د لارې پای دی. سیاست بدلېدای شي، دریځونه بدلېدای شي او حکومتونه له نړۍ سره د واټن کمولو لپاره نوې لارې پرانیزي؛ خو طالبان له پنځو کالو او یوې میاشتې وروسته لا هم نه دي توانېدلي چې افغانستان داسې ځای ته ورسوي چې د رژیم  تر ټولو جګپوړی سیاسي مقام یې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې په اصلي تریبون کې د نورو هېوادونو له مشرانو سره یوځای حضور ومومي.

وروستۍ پوښتنه بیا دا ده چې دا وضعیت به تر کومه دوام وکړي؟ د طالبانو تګلارو او دریځونو د دوام په پام کې نیولو، د افغانستان د سیاسي انزوا د ژر پای ته رسېدو څرنګوالی لا روښانه نه دی. تر هغې چې طالبان د نړیوالې ټولنې مهمو غوښتنو ته انعطاف ونه ښيي، پراخ سیاسي مشارکت ته جدي پام ونه کړي او له نړۍ سره د متقابل باور د رامنځته کولو لپاره بنسټیز ګامونه پورته نه کړي، ښايي له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان واټن همداسې دوام وکړي.

خو د دغې انزوا ډېر دروند بار بیا د افغانانو پر اوږو پرېوځي. طالبان واک او حکومتي وسایل په لاس کې لري؛ خو دا عادي افغانان دي چې د نړیوال تعامل د کمېدو، د اقتصادي او ډیپلوماټیکو فرصتونو د محدودېدو او د نړیوالې بې‌باورۍ د دوام پایلې په ورځني ژوند کې احساسوي.

په پایله کې بیا د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډه کې د افغانستان تش ځای یوازې د یوه ویناوال تشه نه ده؛ بلکې د غږ تشه ده او د نړۍ د ډیپلوماسۍ په مهم ډګر کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ تشه. او که دا غیبت دوام وکړي، پوښتنه به یوازې دا نه وي چې ولې طالبان په نیویارک کې حضور نه لري؛ پوښتنه به دا وي چې ولې دې افغانستان لا هم د داسې تګلارې بیه پرې کړي چې پایله یې د دغه هېواد او نړۍ ترمنځ د واټن لا اوږدېدل دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل
خبرونه

شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792005348]
اندیشه: په افغانستان کې د ښځو له ګډون پرته دوامدارو حل‌لارو ته رسېدل ناشوني دي
خبرونه

اندیشه: په افغانستان کې د ښځو له ګډون پرته دوامدارو حل‌لارو ته رسېدل ناشوني دي

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792003688]
ګوتېرېش: په نړۍ کې بشري حقونه قصداً له پامه غورځول کېږي
خبرونه

ګوتېرېش «د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانیزم» د پیاوړتیا لپاره څه باندې درې میلیونه ډالر بودیجه وړاندیز کړې

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792000663]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.