پنټاګون اعلان کړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د عراق هوايي ځواک الوتکو د لوژستیکي ملاتړ او د شاوخوا ۱۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د روزنې هوکړهلیک منلی دی.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، دا خبر دوشنبه د اپرېل پر ۱۵مه واشنګټن ته د عراق د لومړي وزیر محمد شیاعالسوډاني له سفر او د امریکا متحدو ایالتونو له ولسمشر جو بایډن سره تر لیدنې وروسته د پنټاګون له خوا خپور شوی دی.
د پنټاګون په خبره، په دې روزنیز او لوژیستیکي ملاتړ کې د سي-۱۷۲ او اېسي- ۲۰۸ الوتکې وړونکې بیړۍ شاملې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د دې قرارداد اصلي قراردادکوونکی به د «نارتټاپ ګېن من» شرکت وي.
السوډاني تر دې دمخه ویلي و چې هېواد یې له امریکا سره نوې همکارۍ ته اړتیا لري او د ایران او امریکا ترمنځ په شخړه کې د «ښکېلېدو» په لټه کې نه دی.
هغه ټینګار کړی چې عراق له خپل ستراتیژیکي موقعیت څخه په ګټېاخیستنې سره منځني ختیځ کې د خپل «مرکزي رول لوبولولو په لټه کې دی؛ خو هوډ لري چې د خپلو دوو شریکانو، ایران او متحده ایالاتو ترمنځ په شخړه کې له ښکېلېدو ډډه وکړي.»
دا د عراق لومړي وزیر څوکۍ ته له رسېدو وروسته امریکا ته د السوډاني لومړنی سفر دی.