۸صبح، کابل: امریکا له افغانستان څخه د هنري او لرغونو اثارو پر واردولو د څلورو کالو لپاره بندیز لګولی دی.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې دا بندیز د روان کال فبرورۍ له ۱۸ څخه د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ۲۸ پورې د اجرا وړ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د فرهنګي اموالو د اجارې قانون (CPIA) پر اساس يې دا بندیز د لرغونو اثارو د قاچاق د مخنیوي لپاره صادر کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزرات چې د ممنوعه اثارو لړلیک يې خپور کړی، د دغه لړلیک له مخې هېڅوک له افغانستان څخه د تاریخی اثارو د صادرولو حق نه لري.
په ورته وخت کې د امریکا ځینې لرغونپېژندونکو د خپل دولت د دغه اقدام په هکله غبرګون ښوولی او ویلي یې دي، دا چاره له افغانستان څخه د لرغونو اثارو د لوټلو او غلا لامل کېږي.