د لرغونو اثارو قاچاق؛ د طالبانو په واکمنۍ کې هېڅ شئ خوندي نه دي

یو کال وړاندې په داسې حال کې چې ولایتونه د طالبانو لاس ته یو په بل پسي ورتلل، د لرغونو اثارو دوه قاچاق وړونکو د غور او سرپل ولایتونو په پوله د چراس سیمې ته ورغلي وو. دوی هڅه کوله چې د طالبانو له یوه ځايي قوماندان څخه یوه لرغونې مجسمه وپېري چې ازبکستان او له هغه ځایه یې دوبۍ ته ولېږدوي. که څه هم د دې مجسمې په راکړه ورکړه کې دوه کسان وژل شوي، خو طالب قوماندانان وتوانېدل چې دغه معامله بشپړه او له هغه ډېرې پيسې ترلاسه کړي. تر دې وړاندې هم په دې سیمه کې د سرو زرو څو مجسمې موندل شوې او پر پاکستاني قاچاقبرانو پلورل کېدې. وروسته بیا د افغانستان د ملي امنیت له خوا دغه پاکستانۍ شبکه ونیول شوه او اعتراف یې وکړ چې قاچاق شوي لرغوني اثار په دوبۍ کې پلورل کېږي او د دغو اثارو د قاچاق لپاره یوه لویه مافیايي شبکه فعالیت لري.
په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې هغوي د امنیتي سیوري لاندې د لرغونو او تاریخي اثارو یوه لویه برخه چې د افغانستان ملي سرمایه بلل کېږي د سیمه ییزو قاچاقبرانو له خوا د طالب قومندانانو په همکارۍ وپلورل شوه. وروسته دغه اثار د غربي هېوادونو د لرغونو اثارو په نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شول او ډېر يې ورک شول. د دغو کارونو په قاچاق کې پر طالبانو سربېره پخوانيو سیمه ییزو قوماندانانو او د جمهوریت د دورې سیاستوالو هم لاس درلود. دوی حتی د طالبانو په نظامي سازمان کې ډیر شمیر اجیران استخدام کړي و ترڅو دې کارونو ته لاسرسی ومومي او د دوی له پلور څخه پیسې ترلاسه کړي. له همدې امله لږ تر لږه د لرغونو اثارو د قاچاق په مسله کې د طالبانو او جمهوريت پوځي دستګاه په پټه توګه کار کاوه او د لرغونو اثارو د قاچاقبرانو د شتون او تګ راتګ لپاره یې زمینه برابره کړی وه.
د جمهوريت له سقوط او د طالبانو له بیا راتګ څه موده مخکې د قاچاقبرانو لپاره امنیتي-سیاسي محدودیتونه موجود وو او ډېرو یې په اسانۍ سره په قاچاق کې ښکېل کیدی نه شول. د دوی د نیولو، تعقیب او مجازاتو خطر شتون درلود، او دې عواملو د لرغونو اثارو د قاچاق پروسه ورو کړي وه؛ اوس خو د لرغونو او عتیقه اثارو قاچاقبران د طالبانو د سيمه ييزو قوماندانانو او سياسي مشرانو د بشپړ ملاتړ په برکت په خوندي توګه د لرغونو اثارو قاچاق ته دوام ورکوي او دغه بهير يې منظم او خوندي کړى دى. ویل کیږي چې د افغانستان لرغونو اثارو په قاچاق کې بهرني جنګیالي او قومندانان هم همکاري کوي. په زرګونو واړه او لوی قاچاقبران چې د طالبانو په ملاتړ اوس د افغانستان شتمنیو ته سترګې په لار دي او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د وږو لیوانو په څېر ګرځي راګرځي.
کورني او بهرني قاچاق کوونکي د طالب قوماندانانو په همکارۍ په ټول افغانستان کې پراته دي او آن موزیمونو، پخوانیو اثارو او نندارتونونو ته لاسرسی لري. دوی لرغوني اثار، په لاس لیکل شوي کتابونه، تاریخي مجسمې او د تیرو زمانو پاتې شیان په ارزانه بیه اخلي او بیا یې څو ځله د نړۍ په تورو بازارونو کې پلوري. ډېری دغه ارزښتناک اثار وروسته په لندن او پاریس او غربي هېوادونو کې نندارتونونو ته ځي. سږ کال د قطر په دوحه کې د تاریخ پوهانو یوې ډلې ویلي چې د نادرو اثارو یوه مهمه برخه له افغانستان څخه اروپايي هېوادونو ته قاچاق شوې ده. په یقین سره ویلای شو چې د دغو اثارو قاچاق د طالبانو د زورواکو له همکارۍ پرته ناشونی ده او د قاچاق په بهیر کې د طالبانو استخباراتو هغه اداره ده چې له قاچاق وړونکو سره تر ټولو زیاته همکاري کوي.
که څه هم په افغانستان کې د لرغونو اثارو د ساتنې، پالنې او رغونې لپاره تل اغېزمن میکانیزم شتون نه لري، خو داسې ښکاري چې د کمونیستي رژیم له نسکورېدو وروسته د لرغونو اثارو د قاچاق لړۍ دوام لري. ځینې لرغوني اثار د مجاهدینو په دوره کې اروپایی هیوادونو ته قاچاق او پلورل کیدل. د طالبانو په لومړۍ دوره کې دغې ډلې نه یوازې د افغانستان ډېری لرغونې اثار، بلکې د بامیان د بودا اثار هم له منځه یوړل چې د افغانستان تر ټولو ستر تاریخي زیارت بلل کېده. د جمهوريت په دوره کې لرغونو او تاریخي اثارو ته ډیره پاملرنه نه ده شوې او اوس طالبانو افغانستان د خپلو تروریستانو او قاچاقبرانو لپاره لیلام کړی چې هر څه چې وغواړي له هیواد څخه واخلي او پر ځای یې څو ترهګر، قاتلان او ځانمرګي بریدګر راولېږي.
د طالبانو په واکمنۍ کې ټول لرغوني اثار، موزیمونه او نندرتونونه خوندي نه دي او ځینې یې قاچاق شوي هم دي. په دې وروستیو کې د انټرپول نړیوالو پولیسو له افغانستان څخه قاچاق شوي ۱۲ اثار نیولي، چې د افغانستان له ملي آرشیف څخه غلا شوي ښکاري. خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ملي آرشیف په دې اړه کوم راپور نه دی خپور کړی. څرنګه چې د طالبانو قوماندانان د دغو لرغونو اثارو په قاچاق او خرڅلاو کې لاس لري، نو دوی ډېرې هڅې کوي چې خبرونه خپاره نه شي. که څه هم ظاهراً طالبانو دا ځل د لرغونو اثارو د ساتنې ژمنه کړې وه، خو داسې ښکاري چې دا د عامه افکارو د غولولو او د لرغونو اثارو د ملاتړو هېوادونو د غولولو لپاره یوه دسیسه ده چې د لرغونو اثارو د ساتلو په ادعاوو سره غواړي لوی امتیازونه ترلاسه کړي.
که څه هم د طالبانو په واکمنۍ کې هر څه خوندي نه دي او ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دي، خو په عین حال کې دغه لرغوني اثار د ویجاړېدو له ګواښ سره هم مخ دي. دغه اثار د قاچاق کوونکو او طالب قومندانانو په همکارۍ پلورل کېږي او په نړیوالو بازارونو کې لیلامېږي. افغانستان د یوې داسې ډلې تر واکمنۍ لاندې دی چې په لرغوني کلتور، حیاتي تنوع، موزیمونو، سینما او هنر باور نه لري او لرغونو اثارو ته په سپکه سترګه ګوري. دا د هنر او تاریخ په اړه د دوي تخریبونکی نظر دی چې دوی د یو هېواد تاریخ، کلتور او هویت د ډېرو لږو پیسو په بدل کې د لرغونو اثارو قاچاق وړونکو لاسونو ته سپاري. اوس هېڅ شئ خوندي نه دي؛ نه هنر، نه اقتصاد، نه سیاست، نه خلک. طالبانو ټول افغانستان له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان هغه هېواد دی چې ډوډۍ، اوبه او امنیت نه لري او د داسې دښتې په شان دی چې یوازې وینه او تاوتریخوالی پکې څپې وهي.