د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر سعودي عربستان او اماراتو د پنځو میلیاردو ډالرو په ارزښت پرمختللې نظامي وسلې پلوري.
امریکا ویلي، چې دا وسلې د فارس خلیج څنډې ته دوو هېوادونو ته ورکوي، چې د بېلابېلو ګواښونو پر وړاندې پرې د ځان دفاع وکړي.
د امریکا دولت ویلي: «دا وسلې د عربستان د پولو د دفاع، د حوثیانو او پر غیرنظامي سایټونو د بریدونو د مخنیوي په برخو کې کارېږي.»
اسوشییټېد پرس خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا د دغه ګام موخه د ایران، د یمن حوثیانو او د تهران ملاتړې ډلې له ګواښونو سره مقابله بللې ده.
له بلې خوا، د امریکا دفاع وزارت په یوې بیانیه کې د درېيو ملیاردو ډالرو په ارزښت پر عربستان د ۳۰۰ توغندیو د خرڅلاو په سر د موافقت خبره کړې ده.
د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې د دې وسلو په پلور سره به عربستان له اوسنیو او راتلونکو ګواښونو سره د مقابلې لپاره زیات توان ولري.
امریکايي چارواکو همداراز متحده عربي اماراتو ته هم د ۲٫۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پاتریوت توغندیو د پلور خبره کړې او موخه یې د دغه هېواد د توغندیزې دفاع پياوړي کول بللي دي.
د یادونې وړ ده، چې د فارس خلیج پر دوو عربي هېوادونو دا توغندي اسراییل او عربستان ته د امریکا د ولسمشر جو بایډن تر سفر وروسته پلور کېږي.