۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چهارشنبه د مرغومي پر لومړۍ ویلي، چې د دغه هېواد د مرسته شوي کرونا واکسین یوه برخه افغانستان ته رسېدلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د دغې محمولې په لېږد سره د امریکا له لوري افغانستان سره د کرونا واکسین شمېر ۳.۳ میلیونه ډوزه ته رسېږي. دا واکسین د کوواکس له لوري لېږل شوی دی.
بلینکن ټينګار کړی، چې دا هېواد د افغانانو بشردوستانه اړتیاوو ملاتړ ته ژمن دی، چې په دې کې د ژوند ژغورلو لپاره خوندي او مؤثرو واکسینونو چمتو کول شامل دي.
ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست وايي، د امریکا له لوري افغانانو سره مرسته شوی واکسین د ټولنې د روغتیا لپاره حیاتي دی.
ټام ویست ویلي، چې د امریکا له لوري افغانستان سره د مرسته شوي واکسین نورې محمولې پر لار دي او ډېر ژر به دغه هېواد ته ورسېږي.