هغه غږونه چې پورته کېږي؛ طالبانو یو ځل بیا د ښځو اعتراضونه وځپل
فهیم امین

یو شمېر معترضو ښځو د نوي ښوونیز کال له پیلېدو او له زده کړو، تحصیل او کار نه د نجونو بې برخې کېدلو له امله، د کابل جادو ته راووتلې او د ښځو په برخه کې د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې یې غږ پورته کړ. «حق، عدالت او ازادي» د دغو معترضو ښځو یو له شعارونو نه و. د طالبانو غړي یو ځل بیا د ښځو د دغه اعتراض مخنیوی وکړ. معترضې ښځې وايي څو پورې چې خپل حقونه ترلاسه نه کړي، د اعتراضانو له دوام نه به لاس وانه خلي. طالبانو هم د معترضو ښځو د ځپلو لپاره نوي تدابیر تر لاس لاندې نیولي او د ښځو طالبانو په ورلېږلو د داشان راټولېدنو مخنیوی کوي.
دغه معترضې ښځې چې شمېر یې لسګونه تنو ته رسېده، یکشنبې ورځ د وري په ۶مه، د پلازمېنې لوېدیځ دشت برچي سیمه کې په اعتراض لاس پورې کړ. هغوی د «حق، عدالت او ازادي» د شعار په ورکولو سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتونکي شول. سره له دې چې دغه مظاهره د «مشارکت او عدالت جو» ډلې له لوري په لاره اچول شوې وه، خو معترضو ښځو له بېلابېلو ډلو او غورځنګونو ګډون کړی و.
صفیه یو له دغو معترضینو، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «مظاهرې د نجونو پر مخ د لېسو او منځنیو ښوونځیو د تړل کېدو په اړه وې؛ ځکه نوی ښوونیز کال پیل شوی دی او نجونې لا هم ښوونځي ته د تللو او د درس او زده کړو اجازه نه لري.» مېرمن صفیه وايي: «دغه مظاهرې له پل سوخته نه د دشت برچي په لور پیل شوې او موخه یې دا وه چې د اصف مایل ښوونځي ترمخې پای ته ورسېږي. خو د طالبانو له لوري د نجونو محاصره کېدل د الزهرا د جومات ترمخې پای ته ورسېدې.» د الزهرا جومات د پل سوخته او د اصف مایل ښوونځي ترمنځ پروت دی.
مېرمن صفیه د طالبانو د غړو له لوري د دغې مظاهرې د ځپل کېدو په اړه وايي چې طالبانو په رنجرونو سره د دغې حق غوښتنې مانع شول او معترضې مېرمنې اړ شوې لور په لور ووېشل شي. نوموړې وايي چې د طالبانو غړو معترضې ښځې د دشت برچي د پولیسو تر پلټنځای پورې تعقیب کړې.
طالبانو هم د ښځو د اعتراضانو د ځپلو لپاره نوې کړنلاره ټاکلې ده. د دغې ډلې تر مدیریت لاندې د کورنیو چارو وزارت د دغې مظاهرې د ګډوډولو لپاره له ښځینه طالبانو نه ګټه اخیستې ده. مېرمن صفیه چې په کابل کې د تېرې ورځې په مظاهره کې یې ګډون کړی و، وړاندې وايي: «طالبانو لومړی ټینګار کاوه چې معترضې مېرمنې دې د هغوی رنجرونو ته پورته شي، خو وروسته ښځینه پولیسې راغلې او معترضې مېرمنې یې لور په لور ووېشلې.» هغه ویډیويي پیغامونه چې په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي، ښيي چې د دغو ښځو شمېر لسګونه تنو ته رسېږي. یوه معترضه مېرمن وايي: «د افغانستان ښځې څه باندې یونیم کال کېږي چې د طالبانو له لوري د زده کړو، کار او تحصیل له حق نه بې برخې دي. مونږ دلته د کابل جادو ته راوتلي یو څو د طالبانو پر سیاست اعتراض وکړو؛ ځکه څه باندې یو نیم کال کېږي چې مونږ په بد روحي او رواني وضعیت کې یو.» دغه معترضه وايي: «زمونږ نجونې هره ورځ په ځان وژنې لاس پورې کوي، د ځان وژنو شمېر لوړ شوی، په زوره د واده کولو شمېر لوړ شوی، په کم عمر کې د واده کولو شمېر لوړ شوی، او زمونږ نجونې په بد روحي او رواني حالت کې دي او په خپلو کورونو کې د یوه زنداني په توګه ژوند کوي.»
«یا ټول، یا هېڅ څوک»، «پوهه مور، پیاوړی هېواد» او « پاکه خاوره مې دې رانه واخیسته، درس او مشق مې مه رانه اخله» له نورو شعارونو نه وو چې د معترضو مېرمنو له لوري ورکول کېدل. دغه مظاهره په لومړنیو شېبو کې د طالبانو له لوري وځپل شوه. ویل کېږي یو شمېر دغې معترضې مېرمنې د طالبانو له لوری نیول شوې او زنداني شوې دي. تر دا مهال د دغو ښځو له وضعیت نه دقیق اطلاعات په لاس کې نه شته.
معترضو مېرمنو په داسې حال کې په مظاهرې او اعتراض لاس پورې کړ چې په افغانستان کې نوی ښوونیز کال هممهاله د پسرلي موسم له پیل سره پیل شوی دی. د هلکانو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص دي، خو نجونې لا هم د زده کړو او تحصیل له دوام نه بې برخې دي. نجونې دوه کاله کېږي چې منځنیو او لېسو ښوونځیو ته له تګ بې برخې دي او نجونې د تېر لمریز کال د مني سمسټر په پای ته رسولو، پوهنتونونو ته له تګ هم منع شوې دي. د طالبانو چارواکي وايي چې د نجونو پر زده کړې او تحصیل د هغوی محدودیتونه لنډمهاله دي او دا ستونزه به ډېر ژر حل شي، خو ډېر جزییات نه ورکوي چې د دغه ممانعت اصلي لامل په څه کې دی. طالبانو ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ د مخنیوي لپاره بېلابېل لاملونه وړاندې کړي دي؛ له ډلې یې فرهنګي ستونزې، د نجونو خوندیتوب، اسلامي جامې او نور. دغو لاملونو ونشوای کړای چې هېوادوال او نړۍوالې ټولنې ته قناعت ورکړي.
د دې تر څنګ، د طالبانو د اقتصاد وزارت د تېر کال په مني کې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو کار کول هم تر امرثاني پورې وځنډاوه. سربېره پر دې، تفریحي پارکونو او عمومي حمامونو ته د ښځو تګ، په ښارونو کې ازاد تګ راتګ او له محرم نه پرته سفر هم منع شوي دي. سره له دې چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونو د نړۍوالې ټولنې جدي غبرګونونه له ځان سره درلودل، خو لا هم طالبان په خپل دریځ ټینګ ولاړ دي.
ښځو په تېر نېږدې دوو کلونو کې تل خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی دی. سره له دې چې د ښځینه معترضینو دغه مظاهرې په وار وار د طالبانو له لوري ځپل شوې او یوشمېر د هغو ځورول شوي او حتی زنداني شوي دي، خو د ښځو غږ په تېرو دوو کلونو کې غلی نه شو، بلکې د تېر په پرتله لا هم اوچت کړای شو. ښځینه معترضې مېرمنې چې په بېلابېلو غورځنګونو او ډلو کې غړیتوب لري، څرګندوي تر هغو پورې چې طالبان د هغوی د حقونو د برابرولو لپاره د چمتوالي اعلان ونه کړي، هغوی خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.