۸صبح، کابل: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون په نوي ښوونيز کال کې د نجونو د ښوونځيو د تړلي پاتې کیدو په اړه د طالبانو پريکړه ظالمانه او شرمونکی بللی دی.
دغه کميسيون د دوشنبې پر ورځ، د یوې اعلامیې له خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانيستلو په اړه ملي او نړیوالو هڅو ته له نه ويلو سره، ميليونونه وړې او پېغلې نجونې په کورونو کې بنديانې کړي دي.
د بشري حقونو کمیسیون، د طالبانو دغه عمل د ټولو بشري ارزښتونو او افغان ټولنیزو او فرهنګي اصولو خلاف عمل بللی او غندلی یې دی.
د دغه کمیسیون په باور، د زده کړې حق چې د ماشومانو د حقونو د نړيوال کنوانسيون په ګډون ګڼو نړيوالو اعلاميو، کنوانسيونونو او نيږدې ۲۰۰ هېوادونو په رسميت پېژندلی، له اساسي بشري حقونو څخه دی.
د افغانستان د بشري حقونو کميسيون له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د طالبانو د ظالمانه او شرمونکو پريکړو پر وړاندې ودريږي او د افغانانو د دغه مسلم حق د تر لاسه کولو لپاره غږ پورته کړي.
د دغه کمېسيون په اعلامیه کې، په کابل کې د يو شمېر ښځينه معترضانو نیول کیدو ته هم اشاره شوې او له طالبانو غوښتل شوي، چې دغه معترضانې ژر تر ژره له کوم قید او شرط پرته له بنده خوشې کړي.