د خوړو نړیوال سازمان په غزني کې خپل فعالیتونه وځنډول

۸صبح، غزني: د خوړو نړیوال سازمان په غزني ولایت کې خپل فعالیتونه درولي دي.
په غزني کې د خوړو د نړيوال سازمان سره يو شمېر سيمه ييزو کارکوونکو نن جمعه (د غبرګولي په ۵مه) له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې، دغه موضوع تاييد کړه.
د دوی په وینا، په دې ولایت کې ددې ادارې اړوند ټول بشري فعالیتونه، د درېیو اونیو لپاره ځنډول شوي دي.
دغو کارکوونکو د خوراک د نړيوال سازمان په کارونو کې د طالبانو لاسوهنه، ددې پرېکړې لامل بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند (متیس میلر) په یوه خبري کنفرانس کې په غزني، غور او ارزګان ولایتونو کې، ددغه هېواد د بشري فعالیتونو د ځنډولو خبر ورکړی و.
هغه زياته کړه چې د طالبانو له لوري په دغو مرستو کې د لاس وهنې له امله، خپل فعاليتونه دروي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم څو ځلې ددغه ولايت يو شمېر اوسېدونکو، طالبان د مرستندويه موسسو په کارونو کې په لاسوهنې تورن کړي او ويلي يې دي، چې ددې ډلې غړي، پخپلو افرادو د نړيوالې ټولنې بشري مرستې وېشي.