طالبانو په هېواد کې د خپل حاکمیت په لومړي پړاو کې د القاعدې جګړه مارانو او مشرانو ته پناه ورکړه. د دغې ډلې لومړی پړاو حاکمیت، د ۲۰۰۱ د سپټمبر د ۱۱مې د ترهګریزو پېښو نه وروسته، د امریکا او ناټو له لوري وپرځېد. په ۲۰۰۳ کال کې د ملګرو ملتونو د سازمان امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره یې طالبان د نړۍ د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړل. یادې ډلې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون د متن پر بنسټ، ژمن شول چې له هغو ډلو سره به جنګېږي چې امریکا هغوی ترهګر بولي. په «منځلارو» او «تندلارو» د طالبانو وېشل وروسته له هغه نه په رسنیو او سیاسي غونډو کې په زیاته توګه تبلیغ شول چې دغې ډلې له امریکا متحده ایالتونو سره د دوحې تړون لاسلیک کړ. د دغې ډلې له واکمنېدو وړاندې، ځانګړو سیاسي ډلو د طالبانو له لوري د شل کلنو واقعیتونو، د بشر د حقونو او د ښځو د حقونو له منلو خبرې کولې، خو طالبانو په تېرو ۱۸ میاشتو کې د هغه څه پر خلاف چې ویل کېدل، چلند کړی او د بشري حقونو د ارزښتونو ټغر په تېره له هېواده د ښځو حضور ټول کړی دی.
په دې وروستیو ورځو کې ویل کېږي چې د طالبانو تر منځ خپلمنځي شخړې ډیرې شوې دي. د دغې ډلې یو شمېر غړي د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، هم په رسنیو کې داسې څرګندونې کړې دي چې دغې ډلې د لوړپوړو چارواکو تر منځ د شدیدو اختلافونو ښکارندويي کوي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، خپلمنځي اختلافونه نه مني او ویلي یې دي چې له هبت الله اخوندزاده نه اطاعت کول د دغې ډلې پر ټولو غړو واجب دی.
تازه مورد کې، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل، پنجشنبه د سلواغې په ۵مه نېټه، د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلۍ د غونډې په یوې څنډه کې په خبري ناسته کې وویل، د طالبانو تر منځ زیات اختلافونه شته چې له هغو نه په ګټې اخیستنې سره کولای شو پر دې ډلې فشار راوړو. د بورل په خبره، د طالبانو مشرتابه پر دې باور ده چې نجونې حق نه لري د انسان په توګه ژوند او زده کړې وکړي. په داسې حال کې چې د نوموړي په خبره د طالبانو یو شمېر نور چارواکي بیا د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله له لیدلوري سره مخالف دي.
ورته مهال یو شمېر هېوادوال د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسوول یادې څرګندونې او نور هغه کسان چې طالبان په «منځلارو» او «تندلارو» وېشي، غبرګون ښيي او وايي چې په دغو دوو ډلو د طالبانو وېشل یا «ښه» طالبان او «بد» لویه تېروتنه او د افغانستان د خلکو «ټولییز شعور» ته ښکنځل دي. ۸صبح ورځپاڼې چې له یو شمېر هېوادوالو او د افغانستان له سیاسي شنونکو سره خبرې کړې دي، پتېلې ده چې د دغې اصطلاح کارونه ډیریو خلکو ته چې د دغې ډلې تر واک لاندې یې یو کال او اته میاشتې له خپلو ټولو اساسي او بشري حقونو بې برخې شوي دي، «حساسیت پارونکې، خواشینونکې او ټکان ورکونکې» اصطلاح ده. د دغو هېوادوالو په خبره، طالبانو د بشر د حقونو او ښځو حقونو د مسایلو پر وړاندې، له یوې ایډیولوژۍ اطاعت کوي، خو په یو شمېر نورو سیاسي مسایلو کې د نظر اختلاف لري چې هغه باید په «منځلاري» او «تندلاري» ونه وېشل شي.
د طالبانو د وېش په اړه د ملي مقاومت د جبهې او یو شمېر سیاسي شنونکو لیدلوری
یو شمېر سیاسي شنونکي په «منځلارو» او «تندلارو» د طالبانو وېش سم نه بولي او ټینګار کوي چې د وړو اختلافونو نه پرته، د دغې ډلې ټول غړي د هېواد د لویو مسایلو او د حاکمیت او حکومتولي د څرنګوالي، په اړه یو لیدلوری لري.
د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې ویاند، صبغت الله احمدي، ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «د طالبانو په واکمنو ډلو کې، منځلاري طالبان اصلا نه شته، او د دغې ډلې د واکمنو ډلو د حاکمیت د لارو چارو او د ټولنې د کنټرول په برخه کې یو له بله سره یې لیدلوری ډېر لږ توپیر لري. د طالبانو هېڅ څانګه په ټولټاکنو باور نه لري او د بشر د حقونو او د ښځو له حقونو د هغوی تفسیر، افراطي، کلیوالي او غیر اسلامي تفسیر نه اخیستل شوی او له اکوړه خټک نه دی.»
د ملي مقاومت د جبهې ویاند زیاتوي: «طالبان د بېلابېلو هېوادونو او استخباراتي سازمانونو پورې د تړلتیا له امله، ډلییزې او فردي ګټې، زیات سلیقه یي اختلافونه او د طالبانو د ډلې مشر د ملا هبت الله شدید استبداد، د دغې ډلې د مشرانو تر منځ د خوندیتوب د نه شتون احساس، طالبان یې په بېلابېلو ډلو وېشلي دي او د هغوی تر منځ شدید اختلافونه رامنځته شوي دي.»
په همدې حال کې د پخواني دولت د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل، څه موده وړاندې په یوه ټویټ کې په «منځلارو» او «تندلارو» د طالبانو وېشل د دوحې د تړون توهم بللی دی. ښاغلي نبیل چې هغه ټویټ یې بیا ځلې له ۸صبح ورځپاڼې سره هم شریک کړ، لیکلي دي چې په «منځلارو او تندلارو» د طالبانو وېشلو لپاره هر ډول هڅه او یا هم د طالباني فکر د بدلون لپاره هیله، باطله هڅه او د دوحې د تړون په وخت کې د توهم هماغه تکرار دی.
دغه راز یو شمېر نورو سیاسي شنونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې چې د هغوی د خپلو غوښتنو له مخې په دې راپور کې نوم نه اخیستل کېږي، باورمند دي چې په دغو دوو ډلو د طالبانو وېشل، ځان غولول دي او د دغې ډلې د توتالیتر حاکمیت د تداوم بستر ته زمینه برابروي.
په منځلارو او تندلارو د طالبانو د وېش په اړه د نیول شویو نجونو لیدلوری
تمنا پریاني چې شاوخوا یوه میاشت د طالبانو په بند کې وه او د دې ډلې له زندان نه ترخه تجربه لري، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «منځلاری او تندلاری طالب نه شته. هغوی ټول د څوکۍ ترلاسه کولو د واک دوام او باج اخیستنې لپاره هڅې کوي. د هغه چا په توګه چې شاوخوا یوه میاشت د دغې ډلې په زندان کې مې ورځې او شپې تېرې کړې، د دغې ډلې واقعي څېره مې په ښه توګه درک کړې او کولای شم ووایم چې د طالب ترهګرې ډلې په فکر کې د منځلاري په نوم څه نه شته.»
مېرمن پریاني په دغو دوو ډلو د طالبان وېشل دغې ډلې ته د حاکمیت د دوام او مشروعیت د زمینې برابرول بولي. د پریاني په خبره «دغه وېشل د مشروعیت غوښتل او د نړۍ په سترګو کې خاورې اچول دي او په دې ډول غواړي وښيي چې ټول یو شان نه دي او هر کار چې ترسره کېږي، ټول تورن نه دي، لږ شمېر یې دي. په داسې حال کې چې ټول ترهګر او افراطي مذهبي ډلې په یوه لیدلوري او یوه فکر پرمخ روان دي. یوازې د کار کولو کړنلاره یې توپیر لري.» نوموړې ټینګار کوي: «نړۍ میلیونونه ډالر پر دې ډلې لګولي او نه غواړي همداسې یې پرېږدي. افغانستان یې په واک کې ورکړی او خپل کار په دې مسایلو او خبرو سم بولي.»
پروانه ابراهیم خیل نجرابي، یوه بله معترضه نجلۍ ده چې یوه موده یې د طالبانو په بند کې تېره کړې ده. له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې په «منځلارو» او «تندلارو» د طالبانو وېشل د افغانستان خلکو او تاریخ لپاره «درواغ او لویه تېروتنه» ده او غواړي چې له دې لارې خلک وغولوي او د طالبانو د «تورې» څېرې د سپینوالي لپاره هڅه کوي. دغه معترضه نجلۍ وايي: «زه د طالبانو په بند کې وم او د طالبانو وهل ټکول مې ولیدل. هغو کسانو به چې ځانونو ته به یې قاضي او څارنوال ویل، خو مونږ یې په منځ کې نه منځلاری ولیده او نه هم هغسې څوک چې له انسانیت نه یې څه زده وي. ټول یې تندلاري وو، ظلم او وهل ټکول یې کول.»
مېرمن نجرابي چې د طالبانو وهل ټکولو نه تجربه لري ۸صبح ته وايي: «کله مې چې د طالب ظلم او د طالب واقعي څېره ولیدله، غواړم ووایم هغه طالب چې د خبرو اترو مېز ته کښېني او هغه طالب چې رسنۍ ته حاضرېږي، حتی هغه طالب چې د سړک پر سر دی، ډېر سره توپیر لري؛ خو هغوی ټول له یوې ډلې دي او د هبت الله په نوم د یوه کس د فرمان تر لاندې کار کوي.»
نوموړې د طالبانو د اختلافونو په اړه وايي: «مونږ ولیدل چې ستانکزي [د طالبانو د بهرنیو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي] د خپل مشرتابه په اړه یې تندې خبرې وکړې او وروسته یې په غیر مستقیم ډول بخښنه وغوښته. نو له دې ښکاري چې طالب یوه ترهګره او تندلارې ډله ده او منځلاري یې په منځ کې نه شته. منځلاري ویل، دروغ او لویه تېروتنه ده. له باور او اعتماد نه لېرې ده. هر څوک چې په دې خبره باور ولري، د هېواد تاریخ او سیاست لپاره لویه تېروتنه ترسره کوي. طالب د شل کاله مخکې طالب دی او ننی توپیر یې دا دی چې له ټکنالوژۍ او له درواغو ډکو تبلیغاتو سره ډېر بلد شوي دي.
د مدني فعالینو او معترضو ښځو لیدلوری
د ښځو د حقونو او مدني فعاله ویدا ساغري له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «په اساساتو او د بنسټیزو موضوعاتو په برخو کې په یوه نظر دي، خو په عمل کې د تېروتنې ځواب، تندلاري طالبان په مرمیو او زندان ورکوي او منځلاري یې په وهلو او نصیحت سره.»
احمد الله احمدي (مستعار نوم) له مدني فعالینو دی چې د طالبانو تر بېرغ لاندې یې ژوند کړی او د دې ډلې د بشري حقونو له سرغړونې ترخې تجربې په ذهن کې لري. نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «په تندلارو او منځلارو د طالبانو وېشل، د طالبانو د تطهیر لپاره یوه استخباراتي اصطلاح ده چې شل کاله یې د افغانستان خلک ووژل او ځانمرګي بریدونه او انفجارونه یې وکړل.»
ګل چهره یفتلي، هالند کې د افغانستان د ښځو د همغږي بنسټ مسووله، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې، طالبان په دوو ډلو وېشي. د نوموړې په وینا، د خپل حاکمیت د دوام لپاره امریکا او انګلیس ته د وفاداره طالبانو څانګه، ظاهرا منځلاري بلل کېږي، خو د پاکستان استخباراتي دستګاه پورې تړلې دوهمه ډله، له افراطي ډلو نه شمېرل کېږي. نوموړې همدا راز باور لري چې د طالبانو په منځ کې نورې کوچنۍ ډلې هم د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده، له کړنو ښې خاطرې نه لري او له ایران او روسیې سره د طالبانو د یو شمېر څېرو پټې اړیکې، د امریکا او انګلیس لپاره نوې اندېښنې راپارولې دي. نوموړې وايي څو چې خلک په فکري لحاظ وده ونه کړي، هر هېواد له هغوی نه د خپلو ځانګړو سیاسي موخو لپاره ګټه اخلي.
ورته مهال ویدا ساغري، یوه له معترضو ښځو نه ۸صبح ته د انځوریز نوار په رالېږلو سره وايي: «د طالبانو په واک کې مدني او سیاسي فعالیتونه جواز نه لري. طالب یوازې د نجونو له زده کړو سره ستونزه نه لري، بلکې طالب د ټولنې له نیمې برخې سره ستونزه لري. چلندونه او کړنې یې په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو له لوري نه منونکي دي.» دغه راز بله معترضه محبوبه حبیبي وايي: «طالبان ټول په یوې عقیدې او باور پر مخ روان دي. له نړۍوالې ټولنې او د بشر د حقونو نه زمونږ غوښتنه دا ده چې باید پوه شي طالبان ټول وینه خوړونکي او ترهګر دي.»
د دې وېش په اړه د پوځیانو لیدلوری
پخوانی پوځي عبدالنصیر ضیايي له ۸صبح ورځپاڼې د خبرو په ترڅ کې پر دې باور دی چې طالبان د یوې پروژې په توګه تر هغو پورې چې واکمنو هېوادونو ورته سناریو سپارلې ده، دوام کوي. د دغه پخواني پوځي په اند، د طالبانو پروژه له رامنځته کېدو تر اوسه پورې د برنامې له مخې پرمخ تللې ده. د نوموړي په خبره «د پردې تر شا لوبغاړي د خپلو سټراټیژیکو موخو ترلاسه کولو او د کار د دوام لپاره د لوبې په ګرمولو بوخت دي، په دې کې شک نه شته چې د یوې نوې پاڼې د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي، څو د تندلارو او منځلارو څانګو تر نامه لاندې، نوې لوبه په لار واچوي.»
ځلا ځاځۍ د پخواني دولت د پولیسو سرتېرې وايي: «طالب په خپله یوه ایډیولوژي ده. د طالبانو بنسټ پر درواغو ولاړ دی. تر ننه پورې یې خپلو ځانونو، سرتېرو او ملت ته ټولو ته په یوه اساس دروغ ویلي دي او نن هم همدا شان کیسه ده. ډیری خلک تېروتي دي چې دوی په دوو ډلو وېشي؛ ځکه روښانه ده چې قتلونه یې کړي، وژنې یې کړې دي څو واک ترلاسه کړي. نن د هماغه واک لپاره چې کلونه یې د هغه لپاره د خلکو وینې تویې کړې، غواړي دغه واک وساتي. د مشرانو ترمنځ د واک وېش د دې لامل شوی چې شدید اختلافونه یې ترمنځ پیدا او دا د دې لامل شوي چې یو بل ته بې باوره شي.»
هېوادوال په داسې حال کې په «منځلارو» او «تندلارو» یا هم «ښه» طالبانو او بدو طالبانو د وېش پر وړاندې غبرګون ښيي چې یادې ډلې په خپلې نېږدې دوه کلنې واکمنۍ کې د هېوادوالو د اساسي حقونو په اړه هېڅ ډول نرمښت له ځانه ښکاره نه کړ. طالبانو نجونې او ښځې د ټولنیز ژوندانه له ټولو برخو نه لیرې کړې دي. منځني او عالي ښوونځي، پوهنتونونه او نور بېلابېل خصوصي ښوونیز بنسټونه د ښځو پر مخ تړلي دي. او هغوی د کار له حق نه، د محرم پرته له سفر کولو او په ټولیزه حوزه کې له ګډون نه بې برخې شوې دي.له بل لوري هېوادوال هم د سیاسي فعالیت او د نظر د څرګندولو حق نه لري، د بیان ازادۍ او ازادو اطلاعاتو ته لاسرسی ناممکنه شوی او هېوادوال په بېلابېلو پلمو نیول ټکول او وژل کېږي.