۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن او د ملګرو ملتونو د سرمنشی انتونیو ګوترش ترمنځ د افغانستان په اړه لیدنه او خبرېاترې شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي، چې دغه غونډه جمعه د کب میاشتې پر پنځمه نېټه ترسره شوه.
دغه وزارت زیاته کړې، چې دواړو لورو د طالبانو له خوا د افغانانو د پرلهپسې ځورونې په برخه کې هغوي ته د بشري اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې بلنکن او ګوتریش د اوکراین، ترکیې، سوریې او ایران پر وضعیت هم خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د نړۍ هېوادونو تل دغه ډله له بشري حقونو په سرغړونو تورنه کړې ده.