د دوی کیسې، د دوی ننګونې، د دوی ژوند
فرانک عمیدي، زد بي بي سي نړیوال سرویس د ښځو چارو خبریاله

په کابل کې د یو سینګارتون څښتنه نسرین وایي: «دوه درې میاشتې زموږ کارونه بند وو. ډېرې ستونزې وې، د بېلګې په توګه له دې حالت سره سره مو هم باید کرایه ورکړې وای. پخوا مې هره میاشت شاوخوا اتیا زره افغانۍ ګټلې. اوس لس زره هم نشم پیدا کولی».
موږ د نسرین له همدې کیسې سره د بي بي سي پښتو انسټګرام پاڼه په نوې بڼه را معرفي کړه. دا پاڼه اوس هغو مسئلو ته پام کوي چې د مېرمنو له ستونزو سره تړلې دي، او له دې لارې د مېرمنو اړوند خبرونه، مالومات، ښوونیز او تفریحي رپوټونه خپروي. دې پاڼه کې به همدا راز هغه ننګونې هم په ګوته کېږي چې مېرمنې د ژوند په بېلابېلو برخو کې ورسره لاس او ګرېوان دي.
ما په لندن او کابل کې د خپلو همکارانو سره په یوه داسې ډله کې کار وکړ چې ټولې ګډونوالې یې مېرمنې وې، او غوښتل مو دا ډاډ ترلاسه کړو چې د بي بي سي پښتو انسټګرام پاڼه پښتنو مېرمنو لا ګټوره تمامه شي. موږ غوښتل دوی ته پر انسټګرام یو کوچنی خوندي چاپېریال برابر کړو، داسې یو چاپېریال چې پکې د هرې مېرمنې، پرته له دې چې ټولنیز حیثیت یا د زدکړو کچه یې مطرح وي، استازیتوب یې وشي، غږ یې واورېدل شي او الهام واخلي. که د نسرین کیسه وي، او که په دې اړه یو ګرافیک وي چې اوټېزم څه دی او څه ډول ورسره ژوند کولی شي – موږ به پر هره هغه موضوع خبرې کوو چې په افغانستان او نړۍ کې پښتنو مېرمنو ته مهمه ده. موږ غواړو چې د بي بي سي پښتو انسټګرام پاڼه د پوهې او مرستې یوه باوري سرچینه وي.
د خواله رسنیو شبکې له انټرنټ لېرې زموږ د عادي چاپېریال ښاخونه دي. ځینې هغه اصول او محدودیتونه چې ښځې ورسره مخ دي، پر انټرنټ هم شته او خواله رسنیو کې هم کتل کېږي. جنسي ځورونه او ځینې کلتوري دودونه د دې سبب کېږي چې مېرمنې پر خواله رسنیو هم غلې پاتې شي. نو یوه ننګونه پر دې خبره ځان پوهول دي چې مېرمنې زموږ د رپوټونو او مطالبو په اړه څه فکر کوي، او پر کومو مسئلو غواړي چې موږ تمرکز وکړو. که پر دې خبره پوه شو نو یو خراب دود به مو مات کړی وي. هغه دود دا دی چې که د مېرمنو لپاره کافي مناسب مطالب ونلرو نو دوی له موږ نورې هم لېرې کېږي.
د دې ستونزې د حل لپاره مې د «راځئ خبرې وکړو» تر سرلیک لاندې د بي بي سي فارسي پر انسټګرام پاڼه یوه پروژه پیل کړه. مېرمنې عموماً انسټګرام ډېر کاروي، او ددې پروژې یوه موخه دا وه چې فارسي ژبې مېرمنې له موږ سره او همدا راز خپلو منځو کې خبرې وکړي. غوښتل مو دوی پر جنسي مسلو، د مېرمنو روغتیا، او دا چې ایا د کور کار رښتیا هم کار دی، او داسې نورو موضوعاتو وغږېږي. هره اوونۍ به مو پر یوه پوسټکارډ لنډه او مالوماتي لیکنه کوله، او له کتونکو به مو غوښتل چې خپل نظرونه راسره شریک کړي. ددې لپاره چې مېرمنې د بکارت، د بکارت د پردې پر بیا رغولو یا د تیونو جراحۍ په څېر پر ځینو حساسو موضوعاتو په ازادۍ خپل نظرونه شریکړ کړي، دا اړینه وه چې پر پوسټونو کامنټونه په ډېر دقت سره وڅارو. بلکې له یو پوسټ کولو وروسته په لومړي ساعت کې د کامنټونو څارل خورا اړین دي، ځکه همدا د پیل کامنټونه د وروسته بحث څرنګوالی ټاکي. که رښتیا غواړئ چې پر خواله رسنیو مېرمنو ته غوږ شئ او خبرو ته یې وهڅوئ نو باید چې کامنټونه وڅارئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې ځورونه او سپکاوی پکې نشته.
دې ټول کار ښه پایله درلوده او زموږ پر پوسټونو ډېر تاوده بحثونه وشول. د خلکو نظرونو اورېدو دا ګټه وکړه چې موږ ته یې د «راځئ خبرې وکړو!» پروژې لپاره نوي موضوعات را په ګوته کړل.
د هغې پروژې بریا ماته دا مفکوره راکړه چې دا لړۍ باید د بي بي سي دري پر فېسبوک پاڼه افغانو مېرمنو ته هم وغځول شي. دا ځل مو پر هره موضوع له فېسبوکي پوسټ وروسته په سټوډیو کې له ځانګړو مېلمنو سره بحثونه هم درلودل. د پروژې دې بڼه کې مو پر ګڼو موضوعاتو کار وکړ، لکه د ښکلا معیار، تر میندوارۍ وروسته ژور خپګان، مېنوپاس او دا چې له ماشومانو د جنسي مسایلو په اړه څه ډول مالومات وپوهول شي. دې بحثونو کې د مېرمنو ګډون راته وښوده چې که سمه تګلاره غوره شي او سم مطالب وړاندې کړل شي نو افغان مېرمنې راسره ان پر تابو مسلو هم خبرې کوي.
کله مو چې د بي بي سي پښتو انسټګرام پاڼې ته بڼې بدلولو پرېکړه وکړه نو پر دې مو هم غور وکړ چې دا پاڼه باید څه ډول ښکاره شي، یا څه ډول تصویري پېژندګولي ولري. باید دا پېژندګلوي افغاني او سیمه ییز کلتور سره سمه وي. د منځپانګې یا مطالبو له پلوه د بي بي سي پښتو انسټګرام پاڼه له داسې مطالبو ډکه ده چې د ټولنې سیمې مېرمنو اړوند دي. د لندن د ګوډمېس روغتون کې روانپوهه ډاکټر خورشید تبسم به هره میاشت د رواني ناروغیو په اړه د تشریحاتو لړۍ پیلوي. موږ به د الهام بښونکو مېرمنو په اړه هم مطالب ولرو، که هغه متشبثې وي، د تولیدوونکې وي، ورزش کارې وي او یا هم فعالانې، خو چې د مخکې تګ او بدلون راوستلو هڅه کوي. یوه بله موضوع چې لوستې مېرمنې به پرې خپلې تجربې راسره شریکوي، د کار موندلو په برخه کې د دوی ستونزې او ننګونې دي. موږ غواړو خلکو ته د هغو مسئلو په اړه پوهاوی ورکړو چې ښایي د دوی په کلتور کې پرې ډېرې خبرې نه کېږي، او له همدې کبله غواړو داسې کورنیو سره خبرې وکړو چې کوم غړی یې په اوټېزم اخته وي.
موږ د اوږدو ویډیوګانو پر ځای پر انسټګرام د ساده عکسونو په مرسته غواړو دا تشریح کړو چې اوټېزم څه شی دی. په افغانستان او سیمه کې دې برخه کې د لوست لپاره مواد موندل ګران کار دی، او هر څوک اوږدې ویډیوګانې هم نشي کتلی. ګڼې هغه مېرمنې چې موږ ور رسېدل غواړو نالوستې دي. نو ددې لپاره چې دوی هم زموږ له مطالبو ګټه پورته کړي، موږ ورته دا هر څه په غږیزه بڼه هم چمتو کوو.
زه پوهېږم چې موږ د انسټګرام په څېر د یوې شبکې له لارې د سیمې ټولو مېرمنو ته نشو ور رسېدلی. خو هڅه به کوو چې هر څومره مېرمنو ته چې شونې وي، ورسېږو. موږ به د کابل د سینګارتون څښتنې نسرین د کیسې بیانولو لپاره له هغو ټولو تکتیکونو ګټه اخلو چې پر انسټګرام کارېږي او موږ ورته لاسرسی لرو. دا د دوی کیسې، د دوی ننګونې او د دوی ژوند دی.