۸صبح، کابل: کابل ښار کې ولسي سرچینې په دغه ښار کې له یوې چاودنې خبر ورکوي.
دغه چاودنه چهارشنبه غرمه د وږي پر ۳۰ د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهمزنګ سیمه کې د برېښنا شرکت عمومي ریاست ته نږدې شوې ده.
شاهدان وایي، چې چاودنه په یوه رستوانت کې شوې او ډېری قربانیان یې د برېښنا شرکت کارکوونکي دي.
تر اوسه د تلفاتو د کره شمېرو، د چاودنې د موخې او څرنګوالي په اړه معلومات نشته.
د شاهدانو په وینا، د برېښنا شرکت کارکوونکي د غرمې ډوډۍ لپاره دغه رستورانت ته تللي وو.
په هغه تصویري پيغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی لیدل کېږي چې خلک د قربانیانو د لېږدولو په حال کې دي.
تراوسه د تلفاتو کره شمېر، د چاودنې موخه او بڼه نه ده مالومه شوې.
په کابل کې طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه د تلفاتو د کره شمېرو، د چاودنې د موخې او څرنګوالي په اړه معلومات نشته.
کابل کې طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.