• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د پنجشېر په کوجان کې د درېیو ځوانانو نیونه؛ اوسېدونکي د یوه طالب افسر له چلنده شکایت کوي

ایلیا ایلیا
۲۹ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1787227863]
Exclusive

Exclusive

د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ د کوجان کلي یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د دفاع وزارت د یوه جنګیالي او د پنجشېر د مرکزي لوا د غړي په عابد خلیل د مشهور بلال احمد له چلنده شکایت کوي. دوی وایي چې عابد خلیل له ځایي خلکو سره تاوتریخجن چلند کوي او په بېلابېلو پلمو ځوانان او د کلي اوسېدونکي نیسي. د دوی په وینا، دغه طالب جنګیالی له قومي مشرانو او سپین‌ږیرو سره هم په خپل چلند کې ټولنیز درناوی نه مراعتوي او په بېلابېلو مواردو کې یې له هغوی سره په سپکو الفاظو چلند کړی دی.

د پنجشېر د کوجان اوسېدونکي زیاتوي چې په وروستۍ پېښه کې په کلي کې له هوايي ډزو وروسته، عابد خلیل له خپلو کسانو سره درې ځوانان نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي. د دوی په وینا، د دغو ځوانانو کورنۍ تر اوسه د هغوی د برخلیک په تړاو هېڅ معلومات نه لري.

د پنجشېر دغه اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې دوی څو ځله یې خپلې ستونزې په پنجشېر کې د طالبانو د مرکزي لوا له قوماندانۍ سره شریکې کړې، خو تر اوسه یې د رسیده‌ګۍ لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی. دوی ټینګار کوي چې د دې وضعیت دوام په خلکو کې وېره او اندېښنه زیاته کړې او له طالبانو غواړي چې د دوی پر شکایتونو غور وکړي.

د پنجشېر یو اوسېدونکی ستار (مستعار نوم) د طالبانو د دفاع وزارت د یوه جنګیالي او د پنجشېر د مرکزي لوا د غړي په عابد خلیل د مشهور بلال احمد له چلنده شکایت کوي. هغه وایي چې عابد خلیل شاوخوا دوه کاله کېږي د پریان ولسوالۍ په امنیتي پوستو کې دنده ترسره کوي او په دې موده کې یې له ځایي خلکو، په ځانګړې توګه له ځوانانو سره تاوتریخجن چلند کړی او په بېلابېلو پلمو یې نیولي دي. د ستار په وینا، د دغه طالب جنګیالي چلند یوازې په وهلو ټکولو پورې محدود نه دی، بلکې په ځینو مواردو کې یې دکلي له مشرانو او سپین‌ږیرو سره هم په سپکو الفاظو خبرې کړې دي.

ستار وایي:«شاوخوا دوه کاله کېږي چې دغه طالب افسر په بېلابېلو پلمو له کلیوالو سره تاوتریخجن چلند کوي او یو شمېر اوسېدونکي یې وهلي ټکولي دي. په ځینو مواردو کې یې له مشرانو او سپین‌ږیرو سره هم په سپکو الفاظو خبرې کړې دي چې دې حالت د خلکو وېره او نارضایتي زیاته کړې ده.»

د پنجشېر یو بل اوسېدونکی مستعان (مستعار نوم) وایي چې عابد خلیل نه یوازې له خلکو سره سپک او تاوتریخجن چلند کوي، بلکې په بېلابېلو پلمو د کلي اوسېدونکي هم نیسي. هغه زیاتوي چې په وروستۍ پېښه کې په کوجان کلي کې له هوايي ډزو وروسته، درې ځوانان د عابد خلیل تر قوماندې لاندې کسانو نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.

مستعان وایي: «د شپې شاوخوا ۱۱ بجې نامعلومو کسانو په کوجان کلي کې هوايي ډزې وکړې. له هغې وروسته په عابد خلیل د مشهور بلال احمد تر قوماندې لاندې طالب ځواکونو د دې کلي درې ځوانان ونیول او نامعلوم ځای ته یې ولېږدول. تر اوسه د دغو ځوانانو کورنۍ د هغوی د ساتنې ځای او وضعیت په تړاو معلومات نه لري.» د دغه ځوان په وینا، د دغو درېیو ځوانانو کورنۍ د هغوی د برخلیک په تړاو اندېښمنې دي او غواړي چې د هغوی د ساتنې ځای او وضعیت څرګند شي.

د پنجشېر یو بل اوسېدونکی مسعود (مستعار نوم) هم وایي چې عابد خلیل په بېلابېلو مواردو کې ناامنۍ په ځایي خلکو پورې تړلې بللې او یو شمېر کسان یې د طالبانو له مخالفو ډلو سره د اړیکو په تور نیولي دي. هغه زیاتوي چې د دغه طالب افسر په چلند کې د خلکو وهل ټکول، سپکاوی او نیول شامل دي.

د پنجشیر دغه اوسېدونکی وایي: «څو شپې وړاندې له یو لړ ډزو وروسته چې معلومه نه ده د چا له خوا شوې وې، درې ځوانان یې په دې پلمه ونیول چې ګواکې له مخالفو ډلو سره اړیکې لري او د پنجشېر لوا ته یې ولېږدول. تر اوسه هم بندیان دي او کورنۍ یې چې زه هم پکې یم، د هغوی د برخلیک په تړاو اندېښمنې دي. ډېری دغه ځوانان د خپلو کورنیو نفقه برابروونکي دي او مېرمنې او اولادونه لري؛ هغوی له نیول کېدو مخکې د سرو زرو په کان کې کار کاوه او له مخالفو ډلو سره یې هېڅ اړیکه نه لرله.»

د پنجشېر یو بل اوسېدونکی صدیق (مستعار نوم) وایي چې ځایي خلکو په ځلونو د عابد خلیل د چلند په تړاو طالبانو ته شکایت کړی، خو تر اوسه یې هېڅ پایله نه ده ورکړې. هغه زیاتوي چې په سیمه کې د دغه طالب غړي دوامداره حضور د خلکو وېره او اندېښنه زیاته کړې ده.

صدیق وایي: «بلال احمد له درېیو کلونو ډېر وخت کېږي چې د پنجشېر په بېلابېلو برخو کې دنده ترسره کوي او په دې موده کې یې خلک ډېر ځورولي دي. هغه له ځايي مشرانو سره هم سپکوونکی چلند کوي او هر کله چې کومه پلمه پیدا کړي، خلک نیسي. موږ څو ځله په دې اړه شکایت کړی، خو تر اوسه مو هېڅ پایله نه ده لیدلې.»

د خپل‌سرو نیونو او د طالبانو له مخالفو ډلو په ځانګړې توګه د ملي مقاومت له جبهې سره د اړیکو په تور د خلکو له نیولو د پنجشېر د اوسېدونکو شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د بشري حقونو «رواداري» سازمان په یوه راپور کې ویلي وو چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه ۶ زره او ۴۳ کسان په ناقانونه او خپل‌سرو ډول نیولي دي.

د دغه بنسټ د موندنو پر بنسټ، له نیول شویو کسانو ۱۳۶۶ تنه د طالبانو له مخالفو ډلو سره د همکارۍ، غړیتوب یا اړیکو په تور تورن شوي وو. رواداري همداراز ویلي چې لږ تر لږه ۵۱ بندیان د طالبانو په توقیف ځایونو کې د شکنجې له امله مړه شوي او ۱۷۱ نور کسان په جبري ډول لادرکه شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل
خبرونه

شهاب‌الدین دلاور د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره وکتل

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792005348]
اندیشه: په افغانستان کې د ښځو له ګډون پرته دوامدارو حل‌لارو ته رسېدل ناشوني دي
خبرونه

اندیشه: په افغانستان کې د ښځو له ګډون پرته دوامدارو حل‌لارو ته رسېدل ناشوني دي

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792003688]
ګوتېرېش: په نړۍ کې بشري حقونه قصداً له پامه غورځول کېږي
خبرونه

ګوتېرېش «د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانیزم» د پیاوړتیا لپاره څه باندې درې میلیونه ډالر بودیجه وړاندیز کړې

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792000663]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.