۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی چې هېواد ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا د ترکمنستان په خاوره کې د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوې ده.
برېښنا شرکت یکشنبه د وږي پر ۸مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې د دغې ستونزې له امله د بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات او سمنګان ولایتونو برېښنا اغېزمنه شوې ده.
نوموړي شرکت ویلي چې د ستونزې د ژر هواري او د برېښنا د بېرته نښلولو په موخه د ترکمنستان برېښنا شرکت «ترکمن انرګو» سره د همغږۍ هڅې دوام لري.
برېښنا شرکت زیاته کړې چې د ازبکستان له اړوندو مسوولانو سره یې خبرې کړې څو د بدیلې برېښنا په تامین سره بلخ، شبرغان، میمنې، سرپل او سمنګان ته برېښنا ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اړتیا وړ ډېره برېښنا له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ترکمنستان، ازبکستان او ایران څخه واردوي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د برېښنا پرلپسې پرچاوي په ځانګړې توګه په ژمي او اوړي کې د هېوادوالو لویه ننګونه ده.





