۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې د دغه سازمان سوله ساتي ځواکونه د نړۍ په تر ټولو خطرناکو سیمو کې د خبرو اترو لپاره د لارې چارې د برابرولو او د سولې د لارو په پرانیستلو، خلکو ته خدمت کوي.
ګوتېرېش شنبه د سپټمبر پر ۱۷مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې هغه نارینه او ښځې چې د ملګرو ملتونو له سوله ساتو ځواکونو سره همکاري کوي، هره ورځ د سولې لپاره د لارو په رامنځته کولو کې هڅې کوي.
هغه زیاته کړې چې د جګړې په سیوري کې خلک هغو سوله ساتو ځواکونو ته ګوری چې د «شنو خولیو» په نوم هم پېژندل کېږي او پرې باور لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې دغه سازمان دې د خلکو د باور وړ وي او له هغو دې ملاتړ وکړي چې د سولې د ساتنې لپاره هڅې کوي.
ګوتېرېش همداراز د سوله ساتو ځواکونو د ملاتړ او سولې ته د رسېدو لپاره د نوو لارو چارو د رامنځته کولو په موخه د پیوستون غوښتنه کړې ده.





