ترکیه کې دوې زلزلې؛ د مړو شمېر یو زر او ۱۴ تنو ته ورسېد

د راپورونو له مخې په ترکیه کې د دوو زلزلو له امله د وژل شویو شمېر یو زر او ۱۴ تنو ته رسېدلی دی.

اناتولي خبري اژانس دوشنبه د فبرورۍ پر شپږمه نېټه د ترکیې د طبیعي افتونو او د ناورین د مدیریت اژانس له قوله دغه راپور ورکړی دی.

د ویلو ده، چې نن دوو زلزلو د ترکیې د سویل‌ختیځ او د سوریې د شمال ځینې برخې ولړزولې.

د بېلابېلو هېوادونو مشرانو په جلا جلا پیغامونو کې د دغې مرګونې زلزلې له امله د ترکیې او سوریې هېوادونو له خلکو سره خواخوږي کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو د نړۍ د هېوادونو له خوا زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنې

Back to top button