پروان او کاپيسا ولایتونو کې دوه تنه ووژل شول

۸صبح، پروان: پروان او کاپیسا ولایتونو کې سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د دوو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

په لومړۍ پېښه کې یو ۲۵ کلن ځوان شنبه د لړم پر ۲۱ د کاپیسا ولایت د دویمې حصې ولسوالۍ په اړوند خم‌زرګر کلي کې د ناپېژانده وسله‌والو له خوا وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا دغه ځوان، چې د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی و د دې ولایت په دویمه حصه ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

په دویمه پېښه کې یوه ځوان شنبه د لړم پر یوویشتمه نېټه د شپې ۸:۳۰ بجو شاوخوا د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په «خواجه‌های ده‌ملا» کلي کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې دغه ځوان خواجه رقیب‌الله نومېده او د شپې له خوا کله، چې د خپل ناروغ پلار لپاره درملو پسې تللی و کور ته د بېرته راستنېدو پرمهال په مرموز ډول وژل شوی دی.

د سرچینو په وینا له خواجه رقیب څخه دوه ماشومان پاتې شوي دي.

تر اوسه د دغو دوو تنو د وژلو انګېزه روښانه نه ده.

د ویلو ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button