۸صبح، خوست: خوست کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت ولایتي روغتون ته د دوو مړو د لېږدولو خبر ورکوي.
د دې ولایت په ولایتي روغتون کې یوه سرچینه وایي، چې دا دوه جسدونه یکشنبه د مرغومي پر ۲۵ د خوست ښار له یوې څنډې دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
سرچینو زیاته کړې، چې وژل شوي کسان یو ځوان او یو ډېر عمر لرونکی کس دی، چې د وهلو ټکولو نښې یې پر ځای لیدل کېږي.
سرچینې ټینګار کوي، چې دغه مړي د دې روغتون په سړه خونه کې ساتل کېږي او تر اوسه یې د نږدې خپلوانو په اړه معلومات نشته او هویت یې نه دی په ډاګه شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ پروان ولایت کې یو کس په مرموز ډول وژل شوی و.