۸صبح، کابل: د طالبانو چارسمبالي حکومت چارواکي وايي، کابل کې متحده عربي اماراتو خپل سفارت پرانېستی دی.
د طالبانو یو ویاند احمدالله وثیق په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې نوموړي هېواد د شنبې پر ورځ د لړم پر نهه ویشتمه کابل کې خپل ډیپلوماټيک فعالیت پیل کړی دی.
د نوموړي په خبره، متحده عربي امارات او افغانستان ښې اړیکې لري او اړتیا ده، چې لا غښتلې شي. ځینو عربي رسنیو هم کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د پرانیستلو خبر تاييد کړی دی.
ورته مهال د طالبانو چارسمبالي حکومت کې ځینې سرچینې روانه اوونۍ کابل کې د جرمني سفارت د بیا پرانېستلو خبر ورکړی دی. تېره ورځ د جرمني او هالند استازو کابل کې له طالب چارواکو سره ليدلي دي.
همدارنګه د ایټالیا او ترکیې د سفارتونو د بیا پرانېستلو په تړاو هم راپورونه خپاره شوي دي.
د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته، د بهرنیو هېوادونو ډېرو سفارتخونو کابل کې خپل فعالیتونه وځنډول.
اوسمهال د پاکستان، قطر، ایران، ترکمنستان، روسیې او قزاقستان هېوادونه کابل کې فعالیت لري او د پخواني حکومت له سقوط وروسته یې خپل فعالیت ونه دراوه.