۸صبح، کابل: ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې ویلي چې اټکل کېږي په افغانستان کې ۱۳.۸ میلیونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي سه شنبه د وږي پر ۲۴مه، ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم مخ پر خرابېدو دی.
د دغه راپور له مخې، د کډوالو پراخ راستنېدل، د بودیجې کمښت، په سوداګرۍ کې خنډونه او د اقلیمي بدلونونو اغېزې د دې وضعیت د خورا خرابېدو اصلي لاملونه دي.
په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پروګرام ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري؛ خو تر اوسه پورې یې یوازې ۳۱.۲ سلنه بودیجه چمتو شوې ده.
د راپور له مخې، سخت ورښتونه او ناڅاپي سېلابونو هم د افغانستان په ختیځو، سوېل ختیځو او مرکزي سیمو کې د پام وړ بشري زیانونه اړولي دي.
ملګرو ملتونو همداراز ویلي چې په سیمه کې د بېثباتۍ او د اکمالاتي ځنځیر د ګډوډۍ له امله پر بشري فعالیتونو محدودیتونه زیات شوي دي.
د راپور له مخې، مرستندویه ادارو د اړینو توکو د لېږد لپاره بدیلو لارو ته مخه کړې، چې د ترکیې او اروپا له لارې د لاجورد دهلېز هم پکې شامل دی.
په همدې حال کې، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت لا هم خراب بللی دی.
دغه سازمان ویلي چې ښځې او نجونې د زدهکړو، کار، د تګ راتګ د ازادۍ او په ټولنیز ژوند کې د ګډون په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.





