۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) وايي، ښارونه باید د پلان جوړونې په مرکز کې وي، څو وکړای شي د خلکو د اړتیا وړ خدمتونه وړاندې کړي او د میلیونونو کسانو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړي.
دغه بنسټ چهارشنبه د تلې پر ۲۲مه، اعلان کړی چې د کاردان پوهنتون په همکارۍ یې په افغانستان کې د ښارونو د راتلونکي او دوامدار ښاري پراختیا په اړه یوه غونډه جوړه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام په وینا، په دې غونډه کې سیمهییزو کارپوهانو او د پوهنتونونو استادانو په افغانستان کې د ښارونو د راتلونکي په اړه خبرې کړې دي.
په دې پروګرام کې ګردی مېز او د انځورونو نندارتون شامل وو او د «ښار د میاشتې» یا «ښار مېشتېدنې د میاشتې» (Urban October) په اډانه کې ترسره شوی دی.
د ښار میاشت یو کلنی نړیوال نوښت دی چې د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدو پروګرام له خوا پیل شوی او د ۳۱ ورځو لپاره پر پایېدونکې ښار مېشتېدنه او د ښارونو پر وړاندې پر شته ننګونو او فرصتونو تمرکز کوي.





