یو شمېر هېوادوال په افغانستان کې بانکي خدمتونو ته د لاسرسي له شته ستونزو او خنډونو شکایت کوي. دوی وايي، سره له دې چې بانکي حسابونه لري، خو نغدو پیسو ته د ژر لاسرسي د ستونزو، د پیسو ایستلو د ماشینونو (اېټياېم) د ستونزو او خپلو اېښودل شویو پیسو ته د لاسرسي د نهلرلو د پخوانیو تجربو له امله پر بانکي نظام بېباوره شوي او غوره ګڼي چې خپلې پیسې په کور کې وساتي. د دوی په وینا، دا وضعیت له یوې خوا د غلا او د پیسو د ژر لګولو خطر زیاتوي او له بلې خوا یې د سپما بهیر سخت کړی دی.
د کابل اوسېدونکی عليرضا وايي، په بېړنیو حالاتو کې پیسو ته د لاسرسي د ستونزو له امله غوره ګڼي چې خپلې نغدې پیسې په کور کې وساتي، څو د ناروغۍ یا کومې ستونزې د پېښېدو پر مهال وکړای شي ژر ترې ګټه واخلي.
هغه زیاتوي: «په افغانستان کې د بانکي نظام د ستونزو له امله، د اړتیا پر مهال نه شو کولای په چټکۍ او اسانۍ خپلو پیسو ته لاسرسی ولرو. که څه هم په کور کې د نغدو پیسو ساتل د غلا په ګډون له خطرونو سره مل دي، خو بیا هم اړ یم چې خپلې پیسې په کور کې وساتم. یو ځل مې مېرمن ناروغه شوه او په روغتون کې بستر وه، خو زه دوه ورځې په بانک کې سرګردانه وم، څو خپلې پیسې ترلاسه کړم. دې تجربې مې پر بانکي نظام باور له منځه یووړ.»
د کابل اوسېدونکې مریم وايي، شاوخوا پنځه کاله کېږي چې بانکي حساب لري، خو د بېړنۍ اړتیا پر مهال خپلو پیسو ته د لاسرسي په برخه کې د ترخې تجربې له امله یې نور په بانک کې د پیسو اېښودل پرېښي دي. هغه زیاتوي: «کله چې سمدستي پیسو ته اړتیا پیدا شوه، دوه ورځې پرلهپسې بانک ته ولاړم، خو د بانک مسوولانو راته وویل چې نغدې پیسې نه لري. په هغه وخت کې، له بېړنۍ اړتیا سره سره، ونه توانېدم چې خپلې پیسې ترلاسه کړم. دا تجربه د دې لامل شوه چې له هغې وروسته نور په خپل بانکي حساب کې پیسې سپما نه کړم. اوس ان نه پوهېږم چې بانکي حساب مې تړل شوی که نه؛ ځکه نور راته اهمیت نه لري.»
پروېز (مستعار نوم) وايي، بانکي حساب ته د لاسرسي د ستونزو او په بانکونو کې د ګڼې ګوڼې له امله غوره ګڼي چې خپلې نغدې پیسې په کور کې وساتي. هغه وايي: «شاوخوا څلور کاله کېږي چې له خپل بانکي حسابه مې پیسې نه وې ایستلې. په بانکونو کې د محدودیتونو او له حده زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ونه توانېدم چې د خپلې اړتیا وړ پیسې وباسم. بالاخره، له دوو ورځو سرګردانۍ وروسته بریالی شوم چې خپلې پیسې ترلاسه کړم. له وروسته مې پرېکړه وکړه چې خپلې نغدې پیسې په کور کې وساتم، څو د اړتیا پر مهال پر وخت ورته لاسرسی ولرم او په بانکونو کې مې وخت هم ضایع نه شي.»
کوثر (مستعار نوم) وايي، په بانک کې د پیسو ساتل د ډېرې سپما په برخه کې مرسته کولای شي؛ ځکه د هغې په وینا، په کور کې نغدې پیسې ژر لګېږي. خو بانکي خدمتونو ته د اسانه لاسرسي ستونزو په بانک کې د پیسو اېښودلو ته زړهنازړه کړې ده.
هغه زیاتوي: «که څه هم په افغانستان کې د بانک له لارې د سپما کلتور لا هم په پراخه کچه دود شوی نه دی، خو ډېر خلک خپلې پیسې په بانکونو کې ساتي. سره له دې، پر بانکي نظام بېباوري هم زیاته شوې ده. د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د یوې مودې لپاره خلکو نه شوای کولای له خپلو بانکي حسابونو ډېرې پیسې وباسي. اوس هم که څوک سمدستي پیسو ته اړتیا ولري، ښايي یوه یا دوه ورځې وخت ونیسي چې خپلو پیسو ته لاسرسی پیدا کړي. له همدې امله، خلک په کور کې د نغدو پیسو د ساتلو له خطرونو سره سره غوره ګڼي چې خپلې پیسې په کور کې وساتي.»
کوثر وايي: «د طالبانو له واکمنېدو وروسته، یوازې یو ځل د پیسو ایستلو لپاره بانک ته ولاړم، چې له ډېرو ستونزو او سرخوږیو سره مل و. له هغه وخت راهیسې مې نه خپل بانکي حساب ته پیسې اچولې او نه مې ترې پیسې ایستلې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عزیزي بانک ځینو مشتریانو ویلي وو چې دغه بانک د حساب پرانیستلو پر مهال دوی ته د ځینو شرایطو په اړه په روښانه توګه معلومات نه وو ورکړي. دوی ادعا کړې وه چې د بانکي خدمتونو له کارولو وروسته پرې خبر شوي چې له اېټياېم ماشینونو د پیسو ایستلو او د بانکي خدمتونو د میاشتنیو لګښتونو په بدل کې یې له حسابونو پیسې ګرځول شوې دي. دغو پېرودونکو له بانکونو غوښتي وو چې د خدمتونو په بدل کې د هر ډول لګښت تر اخیستو مخکې یې په روښانه توګه خبر کړي، څو وکړای شي د خپلو پیسو د مدیریت او لګولو په اړه په پوره پوهاوي پرېکړه وکړي.





