۸صبح، کابل: په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) استازي اډوین سینیسا سالواډور ویلي چې همکاري او نوښت کولای شي روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی پراخ کړي.
هغه چهارشنبه، د تلې پر ۲۲مه، د دغه سازمان د ۷۳مې سیمیه ییزې غونډې په مناسبت ویلي، چې ګډې ژمنې باید پر عملي اقداماتو بدلې شي.
د هغه په وینا، دغه اقدامات کولای شي د روغتیا په برخه کې برابري پیاوړې کړي او د سیمې خلکو ته لا سالم راتلونکی برابر کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان هر کال سیمهییزې غونډې جوړوي، څو روغتیايي ستونزې وڅېړي او د غړو هېوادونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي.
دغه غونډې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر ښهوالي، د روغتیايي نظامونو پر پیاوړتیا او د روغتیا په برخه کې د نابرابرۍ پر کمولو تمرکز کوي.
افغانستان هم روغتیايي خدمتونو ته له محدود لاسرسي، د درملنې د اسانتیاوو له کمښت او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.





