۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) ویلي چې د کابل ښار حدود په تېرو څو لسیزو کې د پام وړ پراخ شوي دي.
دغه بنسټ سه شنبه د لړم پر ۵مه، د ښارونو د نړیوالې ورځې په درشل کې په یوه پیغام کې ویلي چې د کابل ښار پراختیا د ښاري پلان جوړونې او پانګونې اړتیا زیاته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام زیاته کړې چې په کافي ملاتړ سره، کابل کولای شي د میلیونونو وګړو لپاره پر یوه اباد او غوړېدلي ښار بدل شي.
د ښارونو نړیواله ورځ هر کال د اکټوبر پر ۳۱مه نمانځل کېږي. د دې ورځې موخه د پاېيدونکې ښاري پراختیا او ښاري کېدو د ننګونو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول دي.





