۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، چې په افغانستان کې تروریزم مخ په راپورته کېدو دی.
ګوتریش په اسپانیا کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې تروریزم یو ځل بیا سر راپورته کوي او ښايي په نړیوال ګواښ واوړي.
ډيلي مېل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسپانیا په مالاګای ښار کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په غونډه کې ګوتریش ویلي، افغانستان کې د داعش او القاعدې فعالیت زیاتېدل، نړۍ ته مخ په زیاتېدونکی ګواښ دی.
له ترهګرۍ سره د مبارزې دا دوه ورځنۍ ناسته په اسپانیا کې د دولتونو، سازمانونو، مدني فعالانو او بشري حقونو مدافعانو په ګډون جوړه شوې ده.