۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي چې د کابل دشت برچي په سیمه کې د تېرې شپې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۲۵ «هزاره توکمه وګړو» ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوناما دا شمېره یکشنبه د مرغومي پر ۱۷ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي پر ملکي خلکو د هدفمندو بریدونو د پای ته رسولو، د هزاره ټولنې څخه د لا زیاتې ساتنې او د دې ډول پېښو د عاملانو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې پرون ماښام د کابل دشت برچي په سیمه کې پر یو ښاري کاسټر موټر چاودنه وشوه.
کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ وویل چې دې پېښه کې دوه کسان مړه او ۱۴ نور ژوبل شوې دي.
داعش د دې چاودنې پړه ومنله او ادعا یې وکړه چې په دې پېښه کې یې ۲۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ده.