۸صبح، کابل: بهرنیو او کورنیو موسسو کې د ښځو د کار د ممنوعیت په تړاو د طالبانو د مشر له نوي فرمان وروسته افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي یا یوناما دغه پرېکړه د ښځو د ارزښتناک رول له پام غورځول ګڼلي دي.
افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان ځانګړي استازي رامز الاکبروف شنبه شپه د مرغومي پر درېیمه ڼېټه د طالبانو د نوي فرمان له امله خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
الاکبروف ویلي، چې د طالبانو نوی فرمان د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو له اړینو حقونو سرغړونه ده.
د ویلو ده، چې طالبانو تېره ورځ د نجونو د زدهکړو د بندیز له فرمان وروسته امر وکړ، چې له دې وروسته ښځې نه شي کولای په بهرنیو او کورنیو موسسو کې کار وکړي.