۸صبح، هلمند: د هلمند امنیتي مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ په چاودنه کې درېیو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض وایي، پېښه د ګرشک ولسوالۍ د کمپرک د سوراڼو په کلي کې هغه مهال وشوه، چې د ماشومانو د لوبو پر مهال د راکټ زړه مرمۍ وچاودېده.
د دې چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوى او دوه نور ټپیان دي.
د يادولو ده، چې په هلمند کې دا لومړۍ ورته پېښه نه ده، مخکې هم له جګړو د پاتې ماینونو او ناچاودو توکو له امله ملکي کسانو په تېره ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.