۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی دی چې په افغانستان کې د تېرو پنځو کلونو په لړ کې څه باندې ۲.۶ میلیونه نجونې له منځنیو او لوړو زدهکړو محرومې شوې دي.
دغه بنسټ پنجشنبه د وږي پر ۲۶مه، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې د نجونو او ښځو پر مخ منځنۍ او لوړې زدهکړې پکې بندې دي.
یونیسف له طالبانو غوښتي چې ښوونیز محدودیتونه لغوه کړي او ټولې نجونې او ښځې پرېږدي چې ژر تر ژره ښوونځیو او پوهنتونونو ته ستنې شي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې له زدهکړو د نجونو محرومیت به د ماشومانو، کورنیو او د افغانستان د راتلونکي لپاره خورا ناوړه پایلې ولري.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې بندې کړې او همداراز ښځې په پوهنتونونو کې له تحصیله منعه شوې دي.
یونیسف په ځلونو د افغان نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې او زدهکړه یې د هغوی له بنسټیزو حقونو ګڼلې ده.





