۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوالي ویلي چې د هرات اړوند په نواباد روغتيايي مرکز کې نږدې ۵۵ زرو کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
اویوالي دوشنبه د چنګاښ پر ۲۹مه په اېکس کې لیکلي چې یونیسف دا خدمات د مالي مرسته کوونکو شریکانو په ملاتړ د راستنېدونکو په ګډون زرګونو کسانو ته برابر کړي دي.
د یونیسف استازي ویلي چې د پایداره خدماتو وړاندې د ژوند په ټولو پړاوونو کې ماشومانو ته د پاملرنې مانا لري.
ویل کېږي چې دا ملاتړ د دې لپاره دوام لري چې کورنیو، په ځانګړې توګه ماشومانو ته د روغتیايي خدماتو لاسرسی ډاډمن کړي.
یونیسف داسې مهال د روغتیايي خدماتو پر دوام ټينګار کوي چې افغانستان لا هم ډېرو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.





