۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچینې په بدخشان کې د ناپېژنده وسلهوالو له لوري د طالبانو د یو سیمهییز قومندان د وژلو خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې ناپېژانده وسلهوالو د طالبانو دا غړی شنبهشپه د کب پر ۲۶مه د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې وویشت.
وژل شوی کس «شکرالله» نومېده او په «جندالله» مشهور و.
دی د بدخشان د بهارک، فیضاباد او جرم ولسوالیو اوسېدونکو پر «ربړونې او ځورونې» تورن و.
د طالبانو یاد غړى د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ د «خستک» کلي اوسيدونکى و او جومات ته د تلو پرمهال ووژل شو.
جندالله د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ د دروازې په کمربند کې د طالبانو قومندان و.
طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
که څه هم تراوسه کومې ډلې د دې برید پړه نه ده منلې؛ خو په بدخشان کې د طالبانو ضد پوځي جبهې فعالې دي او وخت ناوخته د دغې ډلې پر غړو چریکي بریدونه ترسره کوي.