۸صبح، غور: غور کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو یو رنجر موټر د ناپېژانده کسانو له خوا چاودېدلی دی.
سرچینې سه شنبه د چنګاښ پر اوومه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې موټرسایکل چلوونکو کسانو دغه رنجر موټر ته یو لاسي بم اچولی او له سیمې تښتېدلي دي.
طالبانو په غور کې ویلي، چې په دې چاودنه کې د هغوی ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
هغوی تایید کړې، چې رنجر یې تخریب شوې دی. د هغوی په وینا، دا پېښه د فېروزکوه ښار په فامیلي سیمه کې شوې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستي.