۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه (UN Women) وایي، چې په افغانستان کې به ددغه سازمان د ښځینه کارکوونکو د کاري ځواک پر ځای له نارينه کار وانخيستل شي.
د ملګرو ملتونو دغې څانګې د پنجشنبې په ورځ (وري ۱۷)، په يوه اعلاميه کې د طالبانو هغه پرېکړه غندلې، چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې يې د ښځو پر کار کولو بنديز لګولى دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې به هېڅ ښځه او نجلۍ له پامه ونه غورځول شي او د افغان ښځو حیاتي ملاتړ ته به دوام ومومي.
په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د مشرې سیما باهوس له خولې راغلي، چې ښځې په افغانستان کې د يو پر څلورمې برخې کورنیو سرپرستې دي او هغې دغه هېواد ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې درک کړه چې ښځې لا زیات ملاتړ ته اړتیا لري.
باهوس ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو له اړوندو څانګو د ښځینه کارکوونکو اېستل به د ښځو لپاره د حیاتي خدمتونو د کموالي او د خطرونو د زیاتوالي لامل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: «د طالبانو لخوا د افغانستان له تحصيل، ټولنې او اقتصاده د ښځو اېستل د ځان ځورونې يو ټپ دی. دا پریکړه د هرې هغې ښځې او نجلۍ زیانمنتیا ژوروي چې د لید افق يې د کور تر دېوالونو پورې را محدود شوی دی.»
د ملګرو ملتونو اړوند دغه بنسټ له طالبانو غوښتي، چې ژر تر ژره دې په دغه سازمان کې د ښځو پر کار کولو بندیز لغوه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې له یوناما سره پر ښځو د کار کولو د بندیز په اړه له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره سره، طالبانو تر اوسه د خپلې پرېکړې په اړه سپيناوی نه دی وړاندې کړی.