۸صبح، کابل: د کابل ښار د کارته نو اوسېدونکي د ناپېژانده وسله والو له خوا د یوه دیني عالم او دوو لمونځ کوونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د کابل ښار د کارته نو سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د پنجشنبې په سهار د لړم په ۲۶مه په کرولا موټر کې سپرو وسله والو حضرت ابوبکر صدیق جامع جومات ته څېرمه دیني عالم قاري نجیب الله عزیزي او یو شمېر لمونځ کوونکي په نښه کړل.
د سيمې اوسېدونکو په وينا، دغه پېښه د سهار د لمانځه پر مهال رامنځته شوې، چې په پايله کې يې دغه ديني عالم او دوه نور لمونځ کوونکي وژل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکو د معلوماتو پر بنسټ، قاري نجيب عزيزي له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې د کارته نو مارکېټ په سيمه کې د حضرت ابوبکر صديق د جامع جومات امام و.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی چې په کابل کې دیني عالمان وژل کیږي. تر دې مخکې هم د کابل ښار د خیرخانې په کوتل سیمه کې یو دیني عالم له لسګونو لمونځ کوونکو سره د ماښام د لمانځه پر مهال د چاودنې له امله وژل شوی و.