۸صبح، کابل: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې اداره یا سیګار په دې وروستیو کې د تېر افغان حکومت په نسکورېدو کې له اغېزمنو لاملونو پرده پورته کړه.
سیګار د پنجشنبې په سهار د لړم په ۲۶مه په یو لړ ټویټونو کې وویل چې د اشرف غني فساد، استبداد او د هغه حکومتوالي د وفادارو څېرو له یوې کوچنۍ کړۍ سره د دې لامل شوې چې حکومت په یوه حساس پړاو کې بې ثباته شي.
د سیګار په وینا، مخکیني افغان حکومت د خپل کمزروي دریځ ترڅنګ ټینګار کاوه چې طالبان باید په جمهوریت کې مدغم شي، خو طالبان دې ته چمتو نه وو.
سیګار زیاته کړې چې د غني حکومت دا نه منله چې امریکا له افغانستانه د وتلو پلان لري.
وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د نظام د سقوط په تړاو د امریکايي چارواکو او د افغانستان پخواني حکومت له خوا بیلابېل لاملونه په ګوته شوي دي.